ټکنالوجي

آيا خبر يئ چې وټس اپ نوې آسانتياوې رامنځته کړې دي؟

وټس اپ (WhatsApp) نوې اسانتیاوې رامن ته کړې چې له مخې یې اوس تاسې کولی شئ په څلورو ګرځنده تلیفونونو کې د خپلې یوې شمېرې څلور وټس اپ حسابونه یا په ساده ژبه وتس اپونه ولرئ

د میټا شرکت مشر مارک زوکربرګ وايي: “اوس به تاسو وکولی شئ په خپلو څلورو تلیفونونو کې ورته وټس اپ حساب وکاروئ.”

نوموړی وايي: دا اسانتیا یې د نړۍ ټولو کاروونکو لپاره رامنځته کړې او په راتلونکو اونیو کې به هرڅوک ورته لاسرسی ولري.

نور ولولئ: وټساپ د فیسبوک په څېر په یوه په زړه پورې فیچر کار کوي

له دې مخکې تاسو کولی شو چې یوازې په یوه تلیفون او څو نورو وسیلو، لکه لپ ټاپ یا ډیسک ټاپ کمپیوټر کې خپل وتس اپ حساب پرانیزئ.

څلورو تلیفونونو کې د یوې شمېرې وټس اپ څنګه کار کوي؟

د دې نوې اسانتیا له مخې به د وتس اپ کاروونکي وکولی شي، چې خپلو څلورور تلیفونونو کې خپل وټس اپ حساب پرانیزي.

همغه ډول لکه فیسبوک چې څو موبایلونو کې پرانېستلی شئ، وټس اپ حساب مو هم لږ تر لږه څلورو تلیفونو کې پرانېستلی شئ.

نور ولولئ: د وټساپ نوي فنکشنونه

که یو تلیفون بند وي، تاسو کولی شئ د دویم، دریم یا څلورم تلیفون څخه پیغامونه واستوئ.

د میټا شرکت وايي چې دا اسانتیا یې د کاروونکو په غوښتنه رامنځته کړې چې د ګڼو کسانو لخوا یې وړاندیزونه ترلاسه کړي وو.

همدارنګه که په یوه تلیفون کې ستاسو وټس اپ د اوږدې مودې لپاره فعاله نه وي نو په خپله په همدې تلیفون کې بندیږي او تاسې کولی شئ بل تلیفون کې يې پرانیزئ.

یاد شرکت وايي چې دا اسانتیا د سوداګرۍ په وټس اپ کې هم کارولی شئ

ستاسو کاري وټس اپ حساب به ستاسو له څلورو کار کوونکو سره وي چې هر یو یې وکولی شي مشتري ته په وخت ځواب ور کړي.

نور ولولئ: وټساپ د خپلو کارکونکو لپاره کومې نوې ځانګړني وضع کړی دی

همدارنګه تاسې کولی شئ چې د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره خپل وتس اپ حساب ګډ کړئ یعنی هغوی کولی شي خپلو تلیفونونو کې ستاسو وتس اپ پرانیزي او وېڅاري.

که لیواله یاست د خپل خاوند وټس اپ خپل تلیفون کې پرانېستلی شئ او یا هم د ژوند ملګري کولی شي د یو بل د وتس اپ حساب په خپلو موبایلونو کې پرانیزي یا لاسرسی ورته ولري.

ځینو کاروونکو د دې نوې بڼې وتس اپ هر کلی کړی او ویلي یې دي چې دوی ورته د اوږدې مودې لپاره اړتیا لري.

نور ولولئ: وټساپ په ورځني ډول څومره مسېجونه لېږي؟

دا ډول په زړه پورو اسانتیاو له کبله هر کال د وټس اپ کاروونکي زیاتېږي.

نړۍ کې له دوو میلیاردو زیاتو انسانانو وتس اپ کارولو ته مخه کړې ده.

یاد اپ غږیز، انځوریز او لیکني پیغامونه لېږدوي او انسانان یې خپل منځ کې د اړیکو ټینګولو لپاره کاروي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button