ایا چاغښت له سرطان ناروغۍ سره کوم ارتباط لري؟

په دې اړه یوه څېړنه شوې چې ایا د چاغښت او سرطان تر منځ کومه اړیکه موجوده ده او کنه
چاغښت یو داسې حالت دی چې د بدن په مختلفو برخو کې د غوړ ډیر او غیر صحي مقدار شتون لري. د بدن ماس انډیکس (BMI) په نوم پیمانه معمولا د چاغښت او ډیر وزن اندازه کولو لپاره کارول کیږي. د دې شاخص له مخې، که ستاسو bmi له 30 څخه پورته وي، تاسو چاغ بلل کیږئ، او له بده مرغه، چاغ خلک د چاغښت پورې اړوند ناروغیو لکه د شکر ناروغۍ، د وینې لوړ فشار، د زړه ناروغۍ او حتی د سرطان خطر لري. په دې لیکنه کې، موږ هڅه وکړه چې د چاغښت او سرطان تر مینځ د اړیکو په اړه توضیحات وړاندې کړو او وګورو چې کوم چاغ خلک سرطان لري، له چاغښت سره اړیکه لري او کنه.

چاغښت او یو شمېر سرطانونه
د چاغښن او سرطان ترمنځ د اړیکو په اړه ډیرې څیړنې شوي دي. څیړنې ښیي چې په بدن کې اضافي غوړ د ډیرو سرطانونو خطر ډیروي لکه د معدې، ځيګر، پښتورګو او یو شمیر نورو سرطانونو.
د میډیکل ایکسپریس ویبپاڼې د راپور له مخې، د دې لپاره چې زیات چاغښت د یو شمیر سرطانونو خطر زیاتوي؛ نو دا احتمال شته چې هغه درمل چې د بدن وزن کموي باید د دې سرطانونو خطر کم کړي.

نور ولولئ: د انسان په وجود کې د پښتورګو رول
نور ولولئ: د مخ لکې او داغونو د له منځه وړلو لپاره کورنی ماسک او درملنه
نور ولولئ: په ځوانۍ کې د ويښتانو د سپېنيدلو لاملونه او درملنه
یو شمیر امریکایي څیړونکو غوښتل پوه شي چې ایا د وزن کمولو درمل چې د GLP-1 agonists په نوم پیژندل کیږي په چاغښت پورې د ۱۳ تړليو سرطانونو خطر کموي. د دې څیړنې پایله تازه د JAMA Network Open Medical Journal په مجله کې خپره شوې ده.

هغه هورمون چې د انسان کولمې یې تولیدوي
GLP-1 (glucagon-like peptide 1) یو هورمون دی چې له ډوډۍ خوړلو وروسته یې د انسان کولمې تولیدوي او اشاره کوي چې موړ شوی دی.
څېړونکو په خپله نوې څیړنه کې، له 1.6 میلیون څخه زیاتو خلکو، چې په شکر یا دیابیت ۲ اخته وو، د روغتیا ریکارډونه تحلیل کړل. دوی هغه خلک چې د GLP-1 درمل ورکړل شوي له هغو کسانو سره پرتله کړل چې انسولین ورکړل شوي وو (د 2 ډایبایټ ټایپ لپاره معیاري درملنه)

دوی وموندله هغه خلک چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ یې په هر ډول GLP-1 درملو درملنه شوې د هغو کسانو پرتله، چې انسولین یې استعمالول په چاغښت پورې له اړوندو سرطانونو لږ اخته شوي وو.