ځاییکورني خبرونه

طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د ۵۵۹ ښوونځیو د جوړولو ادعا کړې

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې دوی په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۵۵۹ ښوونځي جوړ کړي

طالبان د یادو ښوونځیو د جوړولو خبر داسې مهال ورکوي چې لا هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د پوهنتونو، ښوونځیو دروازې تړل شوې او له کار کولو راګرځول شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د نشراتو رییس ادعا کړې، چې دغه وزارت د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۵۹ ښوونځي په عصري وسایلو جوړ کړي دي.

منصور احمد حمزه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل چې د شاوخوا ۶۰ نورو ښوونځیو د جوړولو چارې هم روانې دي.

د طالب چارواکي له خولې د نر او ښځې د زده‌کړې کولو خبره

حمزه وويل، چې په دغو ښوونځيو کې نارينه او ښځينه زده کوونکي کولاى شي په درېيو دورو: لومړني، منځني او لېسه کې زده کړې وکړي.

دا لا څرګنده نه ده، چې طالبانو له مالي محدودیتونو سره سره دا ښوونځي څنګه جوړ کړي او د دې ودانۍ لپاره څومره بودجه مصرف شوې ده.

نور ولولئ: پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځيو ټول ښوونکي او خدماتي پرسونل بايد ښځينه وي

نور ولولئ: افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

د افغانستان د پوهنې وزارت لخوا په داسې حال کې د سلګونو باب ښوونځیو د جوړېدو وړاندیز شوی، چې د دې ډلې لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پر لرې کولو غور نه دی کړی. د بندیز څخه یو کال تېریږي، خو تر اوسه یې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو پر بندیز یې له سره غور نه دی کړی. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي د مرغومۍ په ٤مه وويل، چې طالبان لا هم د نجونو د زده کړو لپاره د مناسبو شرايطو د رامنځته کولو لپاره کار کوي.

د ښځو پرضد د طالبانو ځپونکي تګلارې

د ښځو پر وړاندې طالبانو داسې تګلارې عملي کړي چې ښځینه قشر یې له ګڼو انساني او اسلامي حقوقو بې برخې کړي دي. دوی له زده کړو او کار کولو او حتی د اواز اوچتولو حق هم نه لري.

د یونسکو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د زده کوونکو شمېر په ۲۰۰۱ کال کې له یو میلیون څخه په ۲۰۱۸ کال کې لس میلیونو ته لوړ شوی چې د ښځینه زده کوونکو شمېر ۲،۵ میلیونو ته رسېږي.

د روان کال د وږي په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اټکل کړی و چې د طالبانو د محدودیتونو له امله ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

پر دې سربېره لا هم معلومه نه ده چې طالبان به له شاوخوا دوه نمیو کلونو وروسته د نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونه پرانیزي او کنه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button