لوبې خبرونه

په ای پی ایل کې د نوین الحق غوره لوبه

نوین الحق په ای پي ایل کې له لکنو لوبدلې سره یو ځای لوبه کوله

لکنو د تېر ماخستن (سه شنبه، غويي ۲۵)  له ډیلي کپیټل لوبډلې سره لوبه درلوده چې ډیلي ورته ۲۰۸ منډې هدف وټاکه. لکنو باید دغه هدف په ښه رنزرېټ پوره کړی وای او لوبه یې ګټلي وای، خو لکنو د ۱۹ منډو په توپیر دغه هدف پوره نه کړی شو او ماتي یې وخوړه.

لکنو چې وړاندې یې ۶ لوبې ګټلي وې، د تېرې شپې له ماتې خوړلو وروسته د ای پي ایل له لیګ بهر شوه.

په لکنو لوبډله کې د نوین الحق غوره لوبه

نوین الحق باندې د لکنو روزونکي باور وکړ، ځکه دغه افغان لوبغاړي دا وړتیا درلوده چې په ای پي ایل کې د ټاپ لوبغاړو په مقابل کې غوره لوبه وکړي.

۲۳ کلن نوین الحق په نړیوال کرکټ کې د ۲۰اوریزو سیالیو یو متخصص بلل کېږي او د کرکټ په ډګر کې ورباندې د پام وړ حساب کېږي.

دغه افغان بالر په ای پي ایل کې ۱۷ لوبې کړي چې په دغه لوبو کې یې د خپلو لوبډلو په ګټه غوره بالینګ نندارې ته وړاندې کړی دی.

نور ولولئ: ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شوي

نور ولولئ: نوین الحق له نړیوال او ډي ای وروسته یو ورځینۍ لوبې پرېږدي

نوین الحق په ای پي ایل کې تر اوسه ۲۳ ویکټې اخیستي چې په اور کې یې ۸.۹۴ منډې ورکړي دي.

دغه تېز بالر خپله وروستۍ لوبه د لکنو په ټیم کې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د هند په نوي ډهلي، د ارن جیلټي سټوديم کې د ډهلي لوبډلې خلاف وکړه.

1710839489390 untitleddesign(22)
نوین الحق

پر نوین الحق بارو

نوین الحق ته ددې لوبې په وروستیو کې ۳ اوره پرېښودل شوي وو چې په یوه اور کې ورباندې دوه څلوریزه او یوه شپږیزه ووهل شوه، خو د خپلې لوبډلې لپاره یې د لوبې په حساس پړاو کې یوه ویکټ تر لاسه کړه.

په تر ټولو لوی لیګ (ای پي ایل) کې د نوین الحق په څېر نور افغان لوبغاړي هم لوبېږي چې په دوی کې راشد خان، ګلبدین نایب، فضل الحق فاروقي، نور احمد لکڼوال او نور شامل دي.

خو په دغه لوبغاړو کې په نړیواله کچه سپینر بالر راشد خان ډېر شهرت لري او یو غوره لوبغاړی دی.

د نوین الحق په اړه د لکنو لوبډلې روزونکی وايي، دغه افغان بالر د بالینګ ځانګړي وړتیا او مهارت لري. توپ‌وهونکی چې هر څومره د هغه د ټکولو هڅه کوي، نوین په هر بال کې ورته تغیر راولي او تېر باسي یې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button