سات تيري

څنګه باید پر خپل ځان باور ولرې؟

خپل بې‌زړه توب څنګه له منځه یوسو او څنګه له ځانه باوري کس جوړ کړو؟

بریالیتوب یو لټون دی چې بشر یې له پېړیو راهیسې ترسره کوي. په دې برخه کې زیات فکټرونه شته چې پر خپل ځان د باور ډېرولو او بریالیتوب لپاره ترې کار اخیستل کېږي. خو په دې ټولو فکټرونو کې مهم یې دادی چې د هر بریالیتوب لپاره لومړی پر ځان باور ولرې.

موږ په دې لیکنه کې پر همدې بحث کوو چې څنګه پر خپل ځان باور ولرو او وروسته بیا څنګه بریالیتوب ته ورسېږو.

afghan (35)
پر ځان د باور لرلو ښایسته نړۍ

ژوند د ننګونو او ستونزو نوم دی. ژوند د خنډونو او ددې خنډونو لرې کولو ته ژوند وايي، خو که په خپل ځان او نفس باور ولرې، نو دغه له ننګونو ډک ژوند به درته خورا اسان وي.

که چېرته یو څوک پر ځان باور ولري، نو هغه د ژوند ستونزو ته ددې پر ځای چې وژاړي، بلکې د حل پر لارو چارو فکر کوي.

پر ځان باوري کس د ستونزو او ننګونو پر وړاندې درېږي او د تېښتې پر ځای ورته حل لار پیدا کوي. خو څنګه پر خپل نفس باور پیدا کړو؟

afghan (36)
پر ځان باور درلودل تاسې خوشبخته کوي

نور ولولئ: بریالي خلک تل پر ځان باور لري

نور ولولئ: پر خلکو د باور کولو چل

خپل قوت او کمزورتیاوې په ګوته کړئ

د خپل قوت او کمزوریو درک کول د ځان باور د جوړولو لپاره لومړی ګام دی. ستاسو وړتیاوې چې د خنډونو پر وړاندې پرتله شي، نو تاسو ته د بریالي کېدو یو لوی انځور درکوي. که تاسې خپلې وړتیا او د شته خنډونو په مقابل کې پرتله کړئ، نو پوه به شئ چې تاسو یې د حل کولو وړتیا لری.

تاسو په خپل ځان کې فکر وکړئ او ومومئ چې تاسو کوم قوي پاینټونه لری او په سختو حالاتو کې مو کمزورۍ کومې دي. کله چې تاسو ته دا هر څه وموندل، نو بیا پوهېږی چې اوس څنګه خپل کمزوري نقاط پیدا او له منځه یوسو.

afghan (37)
پر ځان باور نه درلودل منفي پایلې لري

د کرکې پر ځای له ځان سره مینه وکړئ

که تاسو په هره پېښه کې ځان ملامتوی او له ځان کرکه کوی، نو دا په خپله ځان ستونزو ته سپارل دي. هر انسان له ماتې او ستونزو سره مخامخ کېږي، خو هغه څوک په کې بریالي راوځي چې د ځان ملامتولو پر ځای ستونزې ته حل پیدا کوي.

تاسې له ځان سره مینه وکړئ. مینه په دې معنی چې تاسې خپلې شته وړتیاوې وستایئ. کومې وړتیاوې چې تاسې لرئ، له هغو خوند واخلئ.

په مقابل کې یې پر منفي خواوو فکر وکړئ او د له منځه وړلو هڅه یې وکړئ.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button