نړیوال خبرونه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره غوره زیری

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یو ګام مخکې تللې ده او که چېرته یو ګام نور هم پورته ځي؛ نو د کرکټ نړیوالې شورا په یو بل مهم ټورنمنټ کې به هم ولوبېږي.

د کرکټ نړیوالې شور: 

د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزه لوبو په تازه درجه بندۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډله له لسم څخه نهم مقام ته راغلې ده، که چېرته افغان لوبډله د بریاوو لړۍ همداسې جاري وساته لرې نه ده، چې اتم مقام به خپل کړي. اوسمهال د یوه ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې نیوزیلېنډ په ۱۱۶ نمرو سره لومړی مقام لري، چې ورپسې انګلستان په ۱۱۳ دویم، اسټرالیا په ۱۱۲ دریم، هند په ۱۱۰ څلورم، پاکستان په ۱۰۷ پنځم، سویلي افریقا په ۱۰۰ شپږم، بنګله دېش په ۹۲ اووم او سریلانکا په ۸۹ اتم مقام لري.

نور یی ولوله | د جاوید امیرخېل نوې سندره

نور یی ولوله | دفاع وزارت څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته رغولې دي

افغانستان : 

بله خوا افغانستان په ۷۳ نمرو نهم او ویسټ انډیز په ۷۱ نمرو لسم مقام لري. که چېرته افغانستان لوبډله اتم مقام خپل کړي، نو ښه زیری دا دی چې اته لومړي هېوادونه د چمپینز ټرافي د لوبولو حق لري چې په ۲۰۲۵ کال مهالویش شوې ده.

د یادولو وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار موندلې؛ خو لس لوبې هم لري که چېرته افغان لوبډله د بریاوو لړۍ جاري وساتي نو اتم مقام لرې نه دی او د لومړي ځل لپاره به د چمپینز ټرافي د لوبولو حق ترلاسه کړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button