Uncategorized

افغانستان کې دوه د انسټاګرام تر ټولو پر نفوزه شخصیتونه

غزل سادات

غزل سادات د افغانستان د انسټاګرام مشهوره تر ټولو پر نفوزه ښځه ده. نوموړې اوسمهال په انسټاګراګرا یو نیم ملیونه فالووران یا مینه وال لري. هغه په هرات کې زیږیدلی ده. د هغې کورنۍ د کورنیو جګړو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوه او ترکیې ته ولاړه. 

اغلی سادات خپلې د ښوونځي زده کړې په استانبول کې بشپړې کړې او له ډېرو کلونو راهیسې په ترکیه کې اوسېده.هغه مونټریال ته لاړه چیرې چې هغې د غاښونو په برخه کې د روغتیا متخصص په توګه فارغه شوه. سادات اوس په دوبۍ کې سوداګري کوي. هغې د اوبو په یوه شرکت، میډیکال کلینیکونو کې پانګونه کړې او همدارنګه د دوبۍ په جمیره سیمه کې او د سعودي عربستان په ریاض او جده کې څلور رستورانتونه او کافې لري.

نور یی ولوله | رسنیو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

نور یی ولوله | حامد کرزی د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او ښوونځيو د پرانیستو لپاره غوښتنه وکړه

فرهاد دریا

فرهاد دریا د سپتمبر 22، 1962 زیږیدلی یو افغان سندرغاړی  موسیقار او موسیقي جوړونکی دی چې په مختلفو ژبو ېې سندرې لیکلي او کمپوز کړې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پیژندل شوي.

دريا په بېلابېلو ژبو سندرې وايي چې زياتره يې د خپلې مورنۍ ژبې فارسي/دري او پښتو سربېره په ازبکي هندي-اردو او انګليسي ژبو هم سندرې وايي. هغه نه یوازې د خپلې موسیقۍ بلکې د وطن پالنې مینه هم ترلاسه کړې ده. هغه له خپل اصلي ټاټوبي افغانستان څخه د سویلي آسیا نورو برخو او همدارنګه مرکزي آسیا کې مینه وال لري.

دا هم ولولئ:  زلمۍ خلیلزاد ملا برادر سره د بندیانوپه ژرخلاصون خبرې اترې شوي

هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د امبیسیډر په توګه کار کوي او په ډیرو خیریه موسسو کې دخیل دی.نوموړی په انسټاګرام ډېر مشهور دی او د ډېرو مینه والو په لست کې شامل دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button