ژوند

الپ غرونو د کنګل ویلې کېدل؛ د ۳۷ کلن ورک غر ختونکي پاتې شوني راښکاره شوې

الپ غرونو کې د کنګل ویلې کېدو وروسته د ۳۷ کلونو ورک غر ختونکي پاتې شوني راښکاره شوي دي

د روانې میاشتې پیل کې، د ایټالیا پر پوله، په سوېلي سویټزرلنډ کې د تیوډول کنګل څخه د تېرېدو په وخت کې غر ختونکو د انسان پاتې شوني وموندل.‌

دغو غره ختونکو د کنګل له ویلې کېدو سره د غر ختلو بوټان او وسایل ولیدل.

د ډي اېن اې تحلیل ښودلې چې دا پاتې شوني د یوه الماني غره ختونکي دي چې ۳۷ کاله د مخه ورک شوی و او له ډېرې پلټنې وروسته هم دا سړی ونه موندل شو.

پولیسو د غر ختونکي نوم نه دی روښانه کړی، خو هغه ۳۸ کلن و چې د پلي مزل سفر پرمهال ورک شو.

د نورو الپ کنګلونو په څېر، تیودول د زیرمات مشهور کلي کې موقعیت لري چې دا په اروپا کې تر ټولو لوړه څوکه ده.

دا ډول نورې پېښې هم شوي دي

په ۱۹۸۰ مو کلونو کې، کله چې د المان د غره ختونکي نښه ورکه شوه، د تیودول سیند لا هم د هغې په شاوخوا کې له ګورنور کنګل سره نښتی و او په وروستیو کې سره جلا شول.

پروسږ کال د یخ ویلې کېدو د یوې الوتکې ټوټې هم روښانه کړې چې په ۱۹۶۸ کال د الیچ کنګل کې لوېدلې وه.

په ۲۰۱۵ کې، د میټرهورن غره په څنډه کې د دوو جاپاني غره ختونکو پاتې شوني هم موندل شوي وو.

ددغو دوو غره ختونکو لار وروسته له هغه ورکه شوه چې په ۱۹۷۰ کې د واورې توپان دوی لار ورکي کړل.

نور ولولئ: اقلیمي بدلون: له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو په اړه نویو نظریاتو هیلې راپارولې دي

تېر کال، د کنګل ویلې کېدل د سویټرزرلنډ او ایټالیا ترمنځ د پولې د لېږدېدو لامل وګرځېد. په تېرو وختونو کې د دوواړو هېوادونو ترمنځ د پولې نښه د اوبو د جریان وېش ګڼل کېده چې د دوی ترمنځ د یخ د ویلې کېدو په پایله کې هر یو جریان په جلا هېواد کې بهېده.

د کنګلونو او واورو کچې ناڅاپي راټیټېدل

د کنګل د سطحې په ټیټېدو د دې برخې موقعیت بدل شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد هم بدل شو.

تقریبا یو کال مخکې، کارپوهان وروسته تر هغه حیران شول چې د کنګلونو او واورې کچه په پام وړ ډول راټیټه شوه.

نور ولولئ: اسپانیا کې اورلګېدنه؛ زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

که دا کنګل ویلې کېدل همداسې دوام وکړي، نو د الپ غرونو کنګلي سیندونه به د پېړۍ په پای کې د ورکېدو په حال کې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button