ټکنالوجي

امریکا کې تنظیموونکې اداره وايي چې فېسبوک کم عمره کاروونکي له خطر سره مخامخ کړي

په امریکا متحدو ایالتونو کې د مالوماتو خوندیتوب مهمه اداره وايي، میټا شرکت چې د فېسبوک او انسټاګرام خواله رسنیو ملکیت لري، د مېندو، پلرونو لپاره د کنټرول مناسبې لارې، چارې نه لري

دا اداره چې د فدرالي سوداګریز کمېسیون با (ایف ټي پي) په نامه هم یادېږي وايي چې پر میټا شرکت باید بندیز ولګول شي چې د ماشومانو له مالوماتو پیسې ترلاسه نه کړي.

یاده اداره زیاتوي: ”د شرکت بې پروايي، ځوان کارن له خطر سره مخامخوي، فېسبوک باید د خپلو ناکامیو حساب ورکړي.”

میټا شرکت بیا په ځواب کې د یادې ادارې دا کړنه یوه سیاسي چاره بللې او له خپلو اختیاراتو یې پرې د تجاوز تور پورې کړی دی.

نور ولولئ: فیسبوک څه دی او څه وخت د چا لخوا منځته راغلی؟

ایف ټي سي مسوولین وايي چې یوې خپلواکې څېړنې د فېسبوک پرایویسي یا شخصي مالوماتو خوندیتوب پروګرام کې یو شمېر نیمګړتیاوې موندلې دي چې د خلکو خوندیتوب ته پاموړ خطر کېدای شي.

له ۱۳ کلنۍ کم عمره ماشومانو ته له داسې کسانو سره د خبرو اترو اجازه ورکړل شوې چې مېندې، پلرونه یې په هکله مالومات نه لري

ایف ټي پي مسوولین وايي چې دریمګړو ادارو ته هم د کارنو شخصي مالوماتو لاسرسي اجازه ورکړل شوې او دا په داسې حال کې ده چې میټا ژمنه کړې وه، که یو کارن تر درې میاشتو پورې کوم اپلیکشن و نه کاروي، دوی به مالوماتو ته د هغه اپلکشن لاسرسی بندوي.

نور ولولئ: دا ایپس د فیسبوک / ټویټر څخه غوره دي

ایف ټي سي په دې لړ کې له اتلس کلنۍ د کم عمره کسانو له مالوماتو د پیسو ترلاسه کولو، په راتلونکي کې د څېره پېژندونکې تکنالوژۍ کارولو او د خوندیتوب له اصولو سره له برابرۍ پرته د نویو تولیداتو پر وړاندې کولو د بندیز تر څنګ ځینې وړاندیزونه کړي دي.

میټا ویاند اندې سټون بیا دا یوه سیاسي چاره بللې

د سټون په وینا د دوی شرکت ”په نښه کېږي، خو بل لور د ټېک ټاک په څېر چینايي شرکتونو ته اجازه شته چې د امریکا پر خاوره له بندیزونو پرته فعالیت وکړي.”

نور ولولئ: هکرانو افغانستان کی فیسبوک کارکونکی په نښه کړی

نوموړي دغه راز د ایف ټي سي پر مشرې لینا خان تور پورې کړی چې له امریکايۍ سوداګریزې ادارې سره دښمني پالي.

ایف ټي سي په ۲۰۱۸م کال کې له هغه وروسته د دې قضیې څېړنه پیل کړه چې مالومه شوه چې د فېسبوک لسګونو میلیونو کاروونکو مالومات د کیمبریج انالیتیکا لخوا اخیستل شوي وو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button