لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

اى سي سي دورلډ کپ په اړه پریکړه نده کړې

ای سي سي د راتلونکې ورلډ کپ په اړه پریکړه نده کړې او د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په اړه خپله پرېکړه د راتلونکې مياشتې غونډې ته وځنډوله دوي به دغه پریکړه راتلونکي مجلس کې کوي دوي به د کرونا ویروس وضیعت ته ګوري که ډیر وو نو نه به ېې ترسره کوي. .

نړيوال شل اوريز جام چې سږکال د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې په اسټراليا کې ټاکل شوى دى، د کورونا ويروس له امله يې ترسره کېدل له خطر سره مخ دي.او ښيي دغه ناروغي که ډیره شاید چې راروان نړیوال جام وځنډوي او یا هم که چېرې دغه ناروغي زیاته شي دغه نړیوال جام بیخي ونه شي..

اى سي سي وايي، چې د نړيوال شل اوريز جام په خپل د ترسره کولو لپاره دوى پلان باندې کار کوي. د يادولو ده چې تېره ورځ د اسټراليا د لوبو وزير رچرډ کال بېک ويلي و، چې هغوى به د ټاکلي وخت سره سم نړيوال شل اوريز جام په اسټراليا کې ترسره کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي و، چې وضعيت ښه کېږي او د نړيوال جام ترسره کېدو ته هيله من دى، هغه ويلي و چې يو شمېر تماشچيانو ته به هم اجازه ورکړل شي چې لوبغالو ته لاړ شي. د يادولو ده چې نړيوال شل اوريز جام سږکال په اسټراليا کې ترسره کېږي چې د اکتوبر په ١٨مه به پيل شي او د نومبر تر ١٥مې به دوام وکړي، په دې کې به ١٦ لوبډلې ګډون کوي

د یادونې وړ ده چې ټوله نړۍ په کرونا ویروس اخته شوې ده او نړۍ کې ېې هر اړخ متاثره کوۍ دۍ هیڅ څوک نشي کولۍ چې په ازاده فضا کې ژوند وکړي او تګ راتک وکړي ټوله نړۍ د ۴ میاشتو نه زیات وخت کیږي چې کرنطین ده او بازارونه او مارکېټونه هم بند دي.

د کرکټ نه علاوه د ټولو لوبو سیریزونه معطل کړۍ شو او د ترسره کیدو او نه ترسره کیدو په اړه ېې پریکړه نده شوې باید ټوله نړۍ کې دغسې سیریزونه چې د کرونا ویروس ډیر خپریدو لامل ګرزي باید وځنډیږي روان کال ونشي او راروان کال ته پاتې شي،

افغانستان کې هم بازې سیریزونه معطل شو اولا هم بازي لوبې ندي معلومي چې کله به کيږي او کله نه افغانستان کې د ښپږيزې په څېر ډېر نور ټورنمنټونه هم کيږي خو شاید زوان کال ټول ټورنمنټونه معطل شي او ونشي دغه ټورنمنټونه ټول د کرونا له امله خراب شول.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button