نړیوال خبرونه

جاويد اميرخېل: موږ يوازې د خولې نران او غېرتيان يو

د افغانستان ولایت د کابل په درمسال سیمه کې نن برید ترسره شو دغه برید ټولو هېوادوالو په سختو ټکو وغنده  د عامو وګړو تر څنک د مختلفو سیاسیونو او هنر مندانو لخوا خم و غندل شو .ترسره شوي بريد ټول هېوادوال خپه کړي د افغانستان نامتو هنرمند چاوېد په دې بريد خپه او غوسه دى.

اميرخېل په خپله فېسبوکپاڼه باندې د سکهانو څخه بخښنه غوښتې ده او ويلي يې دي، چې موږ د ځان پوښتنه نه شو کولى، نو ستاسې به څه پوښتنه وکړو.

جاوبد همدا راز ويلي دي، چې موږ يوازې د خولې نران او غېرتيان يو او په عمل کې فقط يو پوسټ وکړو او بس.

جاويدداسې لیکلي: ((زه د اهل هنود خلکو څخه بخښنه غواړم، له موږه ګيله شکوه مه لرئ ولې چې موږ پښتانه، تاجکان، هزاره، اوزبک د خپل ځان پوښتنه نه شو کولى، نو ستاسې به څه وکړو. موږ خو د خولې نران او غېرتيان يو په عمل کې فقط يو پوسټ وکړو او بس. موږ که په يوه خوله يو اتفاق وې نن به ولې له داسې ستونزو سره لاس او ګرېوان وى.))

د يادونې وړ ده چې نن سهار په کابل کې څلورو بريدګرو سهار مهال هغه وخت د سيکانو په درمسال بريد وکړ، چې دغلته شاوخوا دوه کسان په عبادت بوخت و..

د کابل په دغه بريد کې ٢٥ کسان وژل شوي دي او ٨ هم نور ټپيان دي. په وژل شوو کې ٢٤ سيکان او ١ مسلمان دى. په وژل شوو سيکانو کې ١ ماشوم او ٦ ښځې هم شاملې دي. دغه بريد شاوخوا د ٦ ساعته وروسته د څلورو بريدګرو په وژلو سره پاى ته ورسېد

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button