ټکنالوجي

داسې روباټ چې د انسان په څېر خبرې کوي

ساینسپوهانو داسې روباټ رامنځته کړی چې د انسان په څېر خبرې مني او عمل کوي

د سټارټاپ په څېر شکل روباټ باندې هڅه کېږي چې د اوپن اې ای په مرسته د انسان په څېر تا سره سوال او ځواب وکړي او ته چې ورته کومه خبره وکړې، نو په هغه خبره باید درسره پوه شي.

afghan (13)
داسې روباټ چې د انسان په څېر خبرې کوي

ددې لپاره سانیسپوهانو یوه نوي نخسه نمایش ته وړاندې کړې تر څو د چټ جي پي ټي په مرسته د اوپن اې ای په واسطه یې د انسان په څېر عادي خبرو ته تیاره کړي.

دغه روباټ خبرې کولی شي، خو هغه ستونزې یې هم باید له منځه یوړل شي چې په افهام او تفهیم کې یې لري.

د نامطلوبه انساني دندو سرته رسول

پر دغه روباټ ددې لپاره کار کېږي چې په راتلونکې کې ورباندې هغه نامطلوبه انساني دندې ترسره کړي چې انسان ورڅخه په ډډه ځي.

پروفیسور رابرټ بولټن په دې اړه وپوښتل شو، خو هغه تر اخره واضح نه کړه چې دغه روباټ به کوم ډول نامطلوبې دندې ترسره کوي.

ددغه روباټ د خبرو ځینې برخې خپرې شوي هم دي، خو ساینسپوهان وايي، لا یې کار پاتې دی او د پوره اماده کولو وروسته به یې لنډه مرکه له رسنیو سره شریکه کړي.

نور ولولئ: کارپوهان وايي مصنوعي زیرکتیا کیدای شي د ۸۰ سلنه دندو ځای ونیسي

نور ولولئ: د مصنوعي ځېرکتیا روباټ ګټې او زیانونه

یوه روباټ ته یې د ۰۱ شکل نوم ورکړی دی. رابرټ وايي، ما د لومړي ځل لپاره له هغه وغوښتل چې مڼه راوړه، نو هغه زما خبره درک کړه او مڼه یې راته راوړه. دی زیاتوي چې دا زما لپاره تر ټولو ډېره جالبه او د خوښۍ شیبه وه چې له اوسپنو جوړ ماشین د انسان هغه عمومي حکمونه درکوي.

afghan (14)
داسې روباټ چې د انسان په څېر خبرې کوي

ددې روباټ دندې

پر دې سربېره، دغه روباټ ته که وویل شي چې کثافات لرې کړه، نو هغه ځي او کثافات داني له ځایه پورته کوي او لرې یې وړي.

د خوراک او څښاک خالي لوښي لکه کاسې، غوری، ګیلاس او داسې نور چې خالي شي، نو دغه روباټ راځي، تاسې ته وايي، که ستاسې اجازه وي، دا به له دې ځایه لرې کړم. هغه خالي لوښي ټولوي او اشپازخانې ته یې وړي.

د ۰۱ روباټ خاوند وايي، زه کله کله داسې حس کوم چې یو ښه ملګری مې په څنګ کې دی او په کارونو کې راسره مرسته کوي.

هغه زیاتوي، په دې روباټ کې به نور بدلونه هم راشي تر څو لا پیاوړي شي.

دغه روباټ د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه نور هم غښتلی کېږي او وده ورکول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button