سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

ددور بابا ولسوالۍ ولسوال په پاکستاني بغاوت له وظيفې لرې شو

ددور بابا ولسوالۍ ولسوال له دندې ګواښه شو يو څه وخت وړاندې د جلال اباد د دور بابا ولسوال په دغه ولسوالۍ کې د پاکستاني له وړاندې راتګ خبر ورکړ او ویې ویل چې د پاکستان دولت د دوربابا ولسوالۍ په حدودو کې څو کلو مېتره مخکې راغلي دي،

د جلال اباد په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو د وړاندې راتګ خبر له اوچتولو سره دولت د دغې ولسوالۍ ولسوال له دندې لرې کړ.له سیمې څخه په راغلیو معلوماتو په اساس د دور بابا ولسوال ته ورته له هغه د ولایت له ادارې څخه د نوموړي د ګوښه کېدو لپاره زنګ ووهل شو چې نوموړي په دغه سیمه کې د پاکستاني ملېشو د وړاندې راتګ خبر رسنیز کړ او دا معلومات ېې وړاندې کړ چې پاکستان مخکې راغلۍ،

بازې سرچینۍ وايي دور بابا ته را مخکې شوي پاکستاني غسکرود قېمتي ډبرو په را ویستلو بوخت دي خو مرکزي حکومت پر چوپتیا غوره کړې ده.په ورته وخت کې رسنیو ته ته رسېدلي معلومات ښیي چې پاکستاني ‌پوځ د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالي د څڅوبي‌ زرۍ سیمې ته ځان رسولی او د ډیورنډ کرښې دې غاړه دافغانستان لور ته  یې د اوبو په مهارولو او د قیمتي ‌ډبرو په کیندلو لاس پورې ‌کړی دی .د ننګرهار د دور بابا ولسوالي‌ ګڼو اوسېدونکو خبریال وېیب پاڼې ته وویل چې پوځیانو هغه اوبه مهار کړې او د ډیورنډ‌ کرښې هغه بل لورته اړولې دي چې د موجوده افغانستان په خاوره کې بهیږي ‌او ددغه هیواد ملکیت دی .

پاکستاني پوځیانو دجلال اباد د دور بابا ولسوالي د څڅوبي‌ په زرۍ سیمه کې ژورې کېندنې پیل کړې دي .‌د دور بابا ولسوالي یوه اوسېدونکي‌ تاج محمد په ننګرهار کې د خبریال وېب پاڼې همکار ته ویلي‌ چې پخوانی والي شامحمود په دغه موضوع خبر وو خو هغه هیڅ اقدام ونه شو کړای .

د یاد ولایت د ملي‌امنیت یوې سرچینې رسنیو وېب پاڼې ته وویل چې یاده موضوع یې تر کابله رسولې خو دولت پر دا خبره پټه خوله دی .د دښمن هیواد پاکستان له لوري ‌د دا ډول سپین سترګي عمل په وړاندي‌لا هم د پلازمېني ‌کابل چارواکي پټه خوله دي . ‌که څه هم د افغانستان له حکومته د پاکستان په وړاندي ‌د ودرېدلو ګټه نه لري خو خلک غوښتنه کوي چې افغان چارواکي ‌دي د وطن دفاع کې ناوخته کوي نه،

د هېواد ډېری خلک د افغان چارواکو چوپتیا ته په پام سره داسي‌انګېري چې ګوا کې د اشرف غني‌ حکومت په پا کستان سره پر ډویرنډ کرښه معامله کړې او اوس پآکستان ته د ځواب ویلو لپاره څه نه لري .تر اوسه حکومت په دې هکله کوم وضاحت وړاندې کړی نه دی.

اوس وخت د دې رازسېدلۍ دۍ چې باید افغان دولت ولس ته یو خبري کنفرانس کې خپل دريځ واضح کړي ترڅو ولس په دې پوه شي چې دولت په دې اړه کومه تګلاره غوره کوي که مونږ اوګورو په دې اړه په سوشل ميډیا کې هم ګڼ شمېر خلکو په دې اړه لیکنې کړي او ویلي ېې دي چې دولت باید په دې مورد کې خپل پيغام واصحه کړي ترڅو پاکستان نور زیاته مداخله ونکړي که داموضوع همداسې چپ پاتې شوه نو ښايي دا هېواد ډېرو مشکلاتو ورته مخې ته راشي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button