ژوندسات تيري

دغه ښایسته صحنه چا ولیده

زهره د لمریز غونډال دويمه سیاره ده چې په ۲۲۴،۷ ځمکنیو ورځو کې یو وار پر لمر څرخي. دا سیاره کومه طبیعي سپوږمۍ نه لري

د روم له لرغوني ادبیاتو څخه یې د مینې او ښکلا د خدایگوټې نوم پر ایښی دی. تر لمر او سپوږمۍ وروسته، زهره د شپې په اسمان کې تر ټولو روښانه طبیعي توکی دی چې د ځلا درجه یې ۴،۶ ته رسېږي یانې دومره ځلا لري چې سیوری جوړ کړي. په دې خاطر چې زهره د ځمکې یوه لاندېنۍ سیاره (inferior planet) ده، نو ځکه دا هیڅکله هم له لمر څخه لیرې نه مالومېږي. د دې سیارې غځېدنه (elongation) چې ډېر شي ۴۷،۸ درجو ته رسېږي.

د دې سیارې په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:

۱- زهره تر ځمکې یو لږ څه کوشنۍ ده؛ او په لوی سر کې د لمریز غونډال شپږمه لویه سیاره ده.

۲- په لمریز غونډال کې، زهره د واټن له مخې لمر ته دويمه نږدې سیاره ده چې له لمر څخه ۱۰۸ مېلیون کیلو متره (۶۷ مېلیون میله) واټن لري.

۳- د زهرې یوه ورځ د ځمکې ۲۴۳ ورځې کېږي او کال یې بیا د ځمکې ۲۲۵ ورځې دی.

۴- زهره یوه ځمکوزمه (terrestrial) سیاره ده چې مخ یې لکه د سپوږمۍ هغې کندې کندې دی او په زرونو غرونه او اورشیندي لري. ځمکې ته د ورته سایز، جوړښت، او لمر ته د نږدېوالي له کبله دا سیاره کله نا کله د ځمکې خور هم بلل کېږي.

نور ولولئ: ۵ په زړه پوري نیٹ فلیکس لړۍ چې تاسو یې باید له لاسه ورنکړئ

۵- د زهرې پنډه او زهرجنه اټموسفیر له کاربن ډای اکسایډ (carbon dioxide) او نایټروجن (nitrogen) رغښت مومي؛ او د سلفوریک اسیډ (sulfuric acid) دایمي وریځ لري چې د تېزاب څاڅکي اوروي.

۶ـ زهره سپوږمۍ نه لري.

۷- زهره کړۍ نه لري.

۸- تر ۴۰ زیاتو تشیالبېړيو له زهرې څخه لیدنې کړي دي. د ۱۹۹۰مو کلونو په پیل کې، د ماجلان (Magellan) په نامه تشیالبېړۍ د زهرې د مخ ۹۸٪ نقشه کشي کړه.

۹- په زهرې کې د ژوند کومه نښه نه ده موندل شوې. د زهرې لوړه تودوښه چې کابو ۴۸۰ درجو ته رسېږي له زهرې څخه د ژوند کولو لپاره یو نامناسب ځای جوړوي یانې دومره تودوخه لري چې سرپ کې ویلي کېدای شي.

۱۰- د زهرې محوري حرکت (axial movement) د ځمکې او نورو سیارو په پرتله بېساری دی یانې نورې ټولې سیارې چې کوم ډول محوري حرکت کوي زهره یې په مخالف سمت کې کوي چې دې ته په ستورپوهنه کې (retrograde rotation) وایي. نو د دې مطلب دا شو چې په زهرې کې لمر له لوېدیځه را خېژي او ختیځ کې لوېږي.

۱۱- پښتانه هم زهره له ډېرې مودې پېژني یانې زهره هغه ستورى دی چې ماښام راخېژي. ځيني پښتانه يې د مېلمه سترګه او ځینې یې بیا د ماښام سترګه بولي چې د پښتنو د مېلمه پالنې یو ستر ثبوت دی.

۱۲ـ زهره له ځمکې څخه په لغړو سترگو هم لیدل کېدای شي؛ ځکه چې دا ځمکې ته ډېره نږدې ده چې له ځمکې څخه ۴۲ مېلیون کیلو متره واټن لري.

۱۳- د زهرې تر ټولو جگ غر ماکسویل (Maxwell Montes) نومېږي چې د ځمکې له مونټ اېورسټ سره په جګواله کې کابو یو شی دی.

نور ولولئ: که سپوږمۍ نه وای نو ځمکې ته به څه ورپیښ شوي وای؟

۱۴- داسې لاسوندونه ترلاسه شوي چې په زهرې کې یو وخت سمندرونه ول خو د لمر تونده تودوخه د دې سمندرونو د خوټېدا او ورکېدا لامل شوي دي.

۱۵- په ۱۹۷۰ کې، وېنرا ۷ (Venera 7) لومړنۍ تشیالبېړۍ وه چې د زهرې پر مخ کښېناسته خو د ډېرې گرمۍ له کبله یوازې ۲۳ دقیقې مواد راټول کړه او له منځه ولاړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button