اقتصاد او سوداګري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو پرتوکو «بارتر» سوداګرۍ پيل شي

افغانستان او پاکستان د بارټر تجارت پیل کړ

افغانستان او پاکستان «بارتر» یا توکو پر توکو سوداګري پيل وي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې کابل او اسلام اباد د دغې سوداګرۍ د میکانیزم پر سر ۸۰ سلنه هوکړې ته رسېدلي دي او تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژر تر ژره دغه سوداګري پيل شي.

کابل او اسلام اباد د بارتر یا د توکو پر توکو د سوداګرۍ په تړاو څلور غونډې کړې دي. د سوداګری او پانګونې خونې مسوولین وايي، دغه بهیر په لومړي پړاو کې له شل قلمه سوداګریزو توکو پیلېږي او د دغه بهیر په ښه کېدو سره به د سوداګریزو توکو په اقلامو کې ډېرښت راشي.

 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«موږ د میکانیزم پر سر ۸۰ سلنه هوکړه کړې ده؛ چې هم د حوالې سیسټم جریان پیدا کړي او هم جنس په جنس تبادله شي او هم هغه کسان چې واردات او صادرات لري وکړای شي په کابل کې افغانۍ افغانۍ جمع کړي او په پاکستان کې کلدارې.»

 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه زیاتوي، د بانکونو له لارې د پیسو په لېږد کې د ستونزو له امله کابل او اسلام اباد پرېکړه کړې چې، له یو بل سره د بارتر سوداګري پیل کړي. خو د اقتصادي چارو یو کارپوه پر دې باور دی چې، دغه سوداګري د هېواد په تاوان دی او دا به د اقتصادي استعمار لامل شي 

 

نور یی ولوله | د هیواد اوسیدونکي د دوی د تبادلې تادیاتو ماشینونو غیر فعال کیدو څخه شکایت کوي

نور یی ولوله | ستانکزی: زده کړې او د ماشومانو روغتیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي 

 

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود څرګندوي:«هغه وخت چې تاسې صادرات کوئ، باید او مجبوراً واردات وکړئ له هغه هماغه هېواده یعنې له پاکستانه یا د پاکستاني سوداګر په واسطه ستاسو له بل هېواده راشي او توکي وارد کړي، دا په خپله د سوداګرۍ او د سوداګر د خپلواکۍ له منځه وړل دي.»

ورته مهال د کانونو او صنایعو خونې رییس سخي احمد پیمان هم وايي:«له پاکستان سره بارتر سوداګري شونې ده د بانکي ستونزو په پار اسانتیا رامنځته کړي؛ خو په ټول کې زموږ د سوداګر لېږد رالېږد او خپلواکي به له ستونزو سره مخ شي.» د افغانستان د بانکونو ټولنه وايي، د هېواد ډېری بانکونه بهر ته د پیسو د لېږد په برخه کې ستونزې نه لري او په وینا یې یوازې د تزیني توکو د پېر لپاره پیسې نه لېږدول کېږي.

پاکستان ته د افغانستان صادرات په دې وروستیو کې زیات شوي دي

د افغانستان د بانکونو ټولنې اجرایي رییس نجیب الله امیري څرګندوي:«ډېر محدود بانکونه دي چې په لېږد کې ستونزې لري؛ خو ډېری بانکونه ستونزې نه لري؛ سوداګر دې مراجعه وکړي چې موږ ورته بانک وښیوو چې له کومې لارې او له کوم بانګه که چېرې له یوه بانک سره ستونزه ولرو بل بانک ورته معرفي کوو.» د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، په دې وروستیو کې پاکستان ته د افغانستان د صادارتو په کچه کې ډېروالی راغلی او دمګړۍ د دواړو هېوادونو په سوداګریزو چارو کې تعادل رامنځته شوی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button