سپورټ

د افغان کرکټ بورډ تازه پرېکړه؛ د شل اوریز غوره لیګ د لوبډلو د پلور بهیر پیلېږي

د افغان کرکټ بورډ تازه پرېکړه له مخې، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د دویم پړاو لپاره د لوبډلو د پلور لړۍ د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیلېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د پنځو لوبډلو د امتیاز اخیستو غوښتنلیکونه به د جون تر ۳۰مې نېټې پورې دوام وکړي او تمه ده چې افغان او بهرني پانګوال په دې پروسه کې ګډون وکړي.

618ca65f76ad8

د افغان کرکټ بورډ تازه پرېکړه او د APLT20 راتلونکی پړاو

کرکټ بورډ وایي، د لیګ د دویم پړاو لپاره چمتووالی روان دی او د لوبډلو د پلور بهیر به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، ځکه هلته د نړیوالو سیالیو لپاره مناسب ورزشي چاپېریال او اسانتیاوې شته.

د معلوماتو له مخې، د لیګ د لومړي پړاو اړوند مراسم او د لوبغاړو د ډرافټ پروسه هم په همدې هېواد کې ترسره شوې وه.

afghanistan cricket board signs 10 year deal with itw to relaunch apl t20

د افغانستان شل اوریز لیګ ته د پانګوالو لېوالتیا

د کرکټ چارو شنونکي باور لري، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ کولی شي د افغان لوبغاړو لپاره د ودې ښه فرصتونه برابر کړي او د هېواد کرکټ ته نړیواله پاملرنه راجلب کړي.

دوی وایي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ګډون به د لیګ مالي او تخنیکي کچه هم لوړه کړي او د افغانستان کرکټ ته به نوې سوداګریزې لارې پرانیزي.

ACB 1

د افغان کرکټ بورډ تازه پرېکړه داسې مهال عملي کېږي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان کرکټ د نړیوالو سیالیو په ډګر کې د پام وړ پرمختګ کړی او د شل اوریزو سیالیو لپاره د مینه‌والو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button