نړۍ خبرونه

د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف په پراخیدو دی

سره له دې چې امریکایان اوس هم د اوکراین د جګړې قوي ملاتړ کوي خو په دې اړه د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونو د غړو ترمنځ د نظرونو اختلاف په رابرسېره کېدو دی

د جګړې ضد لاریون کوونکو د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۸مه په واشنګټن کې مظاهره وکړه. هغوی په اوکراین کې جګړې ته د سوله ییزې حل لارې د موندلو او له کیف سره د امریکا په ملاتړ کې د تغیراتو غوښتنه وکړه.

د لاریون یوه تنظیموونکي بن بېکر وویل:”موږ پوهیږو چې خلک اوسمهال له انفلاسیون څخه ځوریږي. لوږه په پراخیدو ده خو د دې پرځای په میلیاردونو ډالر د جګړې د اقتصاد خوراک کېږي.”

یو شمیر لاریون کوونکو د اټومي وسلو د استعمال په هکله اندېښنې درلودې. چې یو له دغو کسانو جان دی، هغه وايي: “سره له دې چې د اټومي جګړې چانس ممکن کم وي، خو تر هغه وضعیته چې باید وای ډیر لوړ دی.”

د اکسوس- اپسوس یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې ۷۹ سلنه دیموکرات پلوي امریکایان او ۶۰ سلنه نور چې ځانونه خپلواک ګڼي اوس هم اوکراین ته د وسلو او پيسو د استولو ملاتړ کوي. خو یوازې ۴۲ سلنه جمهوري غوښتونکو دا ملاتړ نه دی کړی.

په دې اړه دواړو خواوو بېلابېلې څرګندونې کړې دي

د فلوریډا جمهوري غوښتونکي والي ران ډیسانټیس تېره اوونۍ خپل دریځ په یوه بیانیه کې په روښانه ډول بیان کړی: “موږ نشو کولای په یوې زیاتیدونکې بهرنۍ جګړه کې مداخله، د خپل هیواد له دفاع څخه مهمه وګڼو.”

خو پخواني مرستیال ولسمشر مایک پینس له اې بي سي شبکې سره په خبرو کې د دیسانټس موقف رد کړ.

هغه وویل:”د یوې آزادې نړۍ د رهبرې ډیموکراسۍ د یوې ملاتړې په توګه پکاره ده چې امریکا ځان ډاډمن کړي چې اوکراین هغه څه ولري چې اړتیا ورته لري.”

دواړه پینس او ډیسانټیس د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د نوماندۍ فکر کوي خو تر اوسه هیڅ یوه په رسمي ډول اعلان ندی کړی.

عام امریکایان اوس هم له کیف څخه قوي ملاتړ کوي. خو د چارو یو شمیر شنونکي وایي چې د دیموکراتانو ترمنځ بېلوالی چې له روسیې سره د خبرو پلویان دي هم د رابرسیره کیدو په حال کې دی.

نور ولولئ: روسیې په اوکراین کې هایپر سونیک وسلې کارولې

نور ولولئ: روسیې د اوکراین بیلابیلې برخې په مزایلو ویشتلې دي

د آیوا پوهنتون استاد سټیفن شمیټ وايي امکان لري چې دا موضوع د بایډن د بیا نوماندېدو پر مهال نوره هم بارزه شي.

هغه وویل: “په دیموکرات ګوند کې لیبرالان او ترقي غوښتونکي د بایډن له حکومته خوښ نه دي او که ولسمشر بایډن تصمیم ونیسي چې بیا ټاکنو ته دریږي، کوم چې زه فکر کوم دا کار به وکړي نو د اوکراین په اړه به د امریکا د سیاست د ارزولو او بیا کتلو فشار موجود وي.”

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافات ممکن زیات شي ځکه یو شمیر نورې مهمې سیاسې پریکړې راپورته کیږي چې ممکن اوکراین ته له پاملرنې سره رقابت وکړي لکه بانکي وضعیت، او د تایوان او پاسیفیک اړوند د چین فعالیتونه.

شمیټ تمه لري چې له اوکراین سره د امریکا د ملاتړ په اړه بحثونه به د راتلونکي کال په لومړیو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د کمپاینونو له شروع سره پیل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button