سیمه

د ایران دفاع وزارت: “خپلو ځواکونو ته مو ۱۰۰۰ډرون ورکړي”

د ایران دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې خپلو ځواکونو ته یې ۱۰۰۰ ډرون الوتکې ورکړي دي

اړوند مطالب:

سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

د ایران پوځ وايي خپلو ځواکونو ته یې زر تاکتیکي ډرون الوتکې ور کړی، چې له رادار د پټېدو وړتیا او د سختو اهدافو د ویجاړولو پرمختللي امکانات لري. دا ډرون له ۲ زرو کیلومترو تللی او ډېرې ټیټې هم تېرېدلی شي، چې د الوت د دوام پر ډېره وړتیا سربېره له پیل تر پای کنټرول ته اړتیا هم نه لري.

د ایران رسنۍ وايي، دا ډرون د ځانګړو ماموریتونو لپاره په دغه هېواد کې تولید شوې او د اړتیا وړ سیمو او پوځي اډو کې به ځای پر ځای شي.

د دې رسنیو د رپوټ له مخې، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عبدالرحیم موسوي او د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده او د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو مشرانو نن پوځ ته د دې الوتکو د سپارلو مراسمو کې ګډون درلود.

د ایران دا ګام په داسې مهال دی چې په سوریه کې یې د خپل متحد بشار اسد حکومت وپرځېد، پر غزه سربېره په لبنان او یمن کې هم د دې هېواد د ملاتړو ډلو حزب الله او حوثیانو پرضد د اسراییل عملیات روان دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button