لوبې

د ایس ای ۲۰ لیګ کله پیلیږي

د تجارتي لیګونو په لړۍ کې یو نوی لیګ. ایس ای ۲۰ یا سویلي افریقا شل اوریز لیګ چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې ترسره کېږي، یو بل هغه لیګ دی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لوبغاړو سترګې ورته دي. 

ایس ای ټونټي لیګ 

د ای پي ایل نه وروسته دا دویم داسې لیګ دی، چې ټولې لوبډلې پکې د هغه کسانو له خوا اخیستل شوي دي، چې هغوی په ای پي ایل کې هم لوبډلې لري او همدا هم یو بل لامل دی، چې هندیان هم دغه لیګ ته ډېر په تمه دي او د لوبډلو نومونه هم د ای پي ایل د لوبډلو نومونو ته ورته دي. د سویلي افریقا لیګ لپاره ټولو لوبډلو ځینې لوبغاړي مخکې له بولۍ څخه اخیستي دي، خو سبا، یعنې د سپتمبر په ۱۹مه نېټه یې د بولۍ مراسم هم ترسره کېږي، چې د نورو لوبغاړو ترڅنګ ۱۳ افغان لوبغاړي هم دغه بولۍ ته غوره شوي دي، خو راشد خان بیا مخکې له مخکې د ایم ای کیپ ټاون لوبډلې اخیستی دی

تجارتي لیګ او افغان پلیران.

د ډربنس سوپر جاینټس لوبډلې له خوا کوانټین ډي کوک، جیسن هولډر، کیلي مایرس، ریس ټوپلي او پرینیلان سوبریان اخیستل شوي دي، د جوبرګ سوپر کینګز لوبډلې له خوا فاف ډوپلیسي، مهیش تیکشانا، روماریو شیفرډ او ګیرالډ کوتز اخیستل شوي دي. د ایم ای کیپ ټاون له خوا کاګیسو رباډا، راشد خان، ډیوالډ برویس، سام کران او لیام لیونګسټون اخیستل شوي دي

نور یی ولوله | سمیع الله شینواری ولې غوصه دی ؟

نور یی ولوله | فیض‌اباد کې د یوه کتابتون له پرانیستل کېدو د فرهنګیانو او اوسېدونکو هرکلی

د افغانستان لوبغاړي.

د پارل رایلس له خوا ډیویډ میلر، جاس بټلر، اوبید مکای او کوربین بوسچ اخیستل شوي دي. د پریټوریا کاپیټلز له خوا انریک نورجه او میګل پریټوریس اخیستل شوي دي او د سنرایزرز ایسټرن کیپ له خوا ایدین مارکرم او اوتنیل بارتمن اخیستل شوي دي. په دغه لیګ کې ټولې ۶ لوبډلې دي، خو تراوسه پورې یې په اړه دا معلومات نه دي خپاره شوي، چې د دوی ترمنځ به څومره لوبې ترسره کېږي، دا معلومات ښايي وروسته د مهالوېش له اعلان څخه وشي.

د سویلي افریقا لیګ ته خو ډېرو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو هغه لوبغاړي چې د بولۍ لپاره غوره شوي دي، په هغوی کې محمد شهزاد، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، کریم جنت، حسن عیسی خیل، سمیع الله شینواری، ابراهیم ځدراڼ، شرف الدین اشرف، اظهار الحق نوید، وقار سلامخیل، بلال سمیع او شاهد الله کمال شامل دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button