ټکنالوجي

د حماس-اسراییل د جګړې له امله میټا شرکت فیسبوک کې بدلون راولي

د میټا شرکت دا کار د فیسبوک د کاروونکو د خوندیتوب په خاطر کوي او لنډمهال بدلون به راولي

د مېټا شرکت وايي چې د حماس-اسراییلو د جګړې په اړه د فېسبوک د پوسټونو د نظر ورکړې «کومنټ» برخه کې په لنډمهالې توګه ځینې بدلونونه رامنځته کوي.

د یاد شرکت په وینا، دغه ګام یې په ځانګړې سیمه کې د فېسبوک‌ کاروونکو د خوندیتوب لپاره کړی دی. مېټا د یادو بدلونونو موخه د بحث لپاره د یوه خوندي او کنټرول شوي چاپېریال رامنځته کول او له سپکاوي ډکو او پارونکو څرګندونو مخنیوی دی.

دا بدلونونه به څه ډول وي؟

د دې پرېکړې له مخې، په ځانګړې سیمه کې به د فېسبوک پوسټ کوونکي ملګري او فالورز یوازې د نوموړي تازه پوسټونو باندې نظر «کومنټ» ورکولای شي.

نور ولولئ: د وټساپ نوي بڼه به اېچ‌ډي انځورونه لېږدوي

دې شرکت د ناغوښتل شویو نظرونو برخه کې د محدودیتونو سربېره د کاروونکي «یوزر» د تړلو «لاک» برخه کې هم اسانه کړې او کاروونکی کولای شي، یوازې په یوه ګام کې خپل فېسبوک اکونټ وتړي.

ځینې نورې برخې یې هم کنترولېږي

د دې ترڅنګ د مېټا د نوې پرېکړې له مخې، د فېسبوک کاروونکي به د پوسټ ځینې نظرونه یا کومنټونه هم ونه‌شي لیدلی.

مېټا شرکت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بدلونونه فېسبوک کې د لاسرسي وړ دي او هغه کاروونکي یې چې نه‌غواړي، کولای شي له دې بدلونونو استفاده ونه‌کړي.

مېټا پر خپل وېب‌سایټ لیکلي: «زموږ لیدلوری داسې جوړ شوی چې زموږ له اپ‌ څخه د کارونې پر مهال کاروونکي خوندي ساتي او غږ یې رسوي. موږ دا تګ‌لاره په ټوله نړۍ کې پلې کوو او دا خبره سمه نه‌ده چې ګواکې موږ د خلکو غږ ځپلو.»

نور ولولئ: د میټا شرکت مشر زوکربرګ ویلي د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

خو پر دې سربېره د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د میټا شرکت به په سیمه کې خپل کاروونکي خوندي او بل به ددې مخه ونیسي، تر څو د یادې جګړې په اړه نور اضافي تاوتریخوالي ته لمن ووّهي.

دا کار وروسته له هغه کېږي چې د حماس او اسراییلو تر منځ جګړه پیل شوه او په زرګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. پر غزه د اسراییلو بمباریو زیات شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده او له بل لوري اسراییل بشري مرستو ته هم اجازه نه ورکوي چې غزې ته یې انتقال کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button