نړیوال خبرونه

د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی السنوار څوک و؟

یحیی السنوار د حماس د سیاسي دفتر مشر او تر ټولو زړور چریک قومندان پېژندل شوی و

یحیی السنوار د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د غزې په خان یونس ښار کې د کډوالو په کمپ کې زېږېدلی. نوموړی په ۱۹۸۷ کال کې د حماس له جوړېدو وروسته له دغې ډلې سره یو ځای شو.

د اروپا د بهرنیو اړیکو د شورا د راپور له مخې، السنوار د حماس د کورني امنیتي ځواک په جوړولو کې له مرستې وروسته په ظالم مشهور شو.

له حماس سره تر یو ځای کېدو دوه کاله وروسته، اسراییل سنوار د دوو اسراییلیانو په تښتولو او وژلو کې د ښکېلتیا او همدارنګه د څلورو فلسطینیانو په شکنجه کولو او وژلو کې د لاس لرلو په تور ونیوو.

له اسرائیلو سره د السنوار زنداني کېدل

هغه په ​​​​عمري بند محکوم شو او ۲۲ کاله یې د اسراییل په زندان کې تېر کړل، خو بالاخره په ۲۰۱۱ کې د تښتول شوي سرتېري ګیلاد شالیت په بدل کې د فلسطیني بندیانو سره خوشې شو.

په وروستيو مياشتو کې داسې انګېرل کېده، چې سنوار به په هغو تونلونو کې پټ وي، چې حماس يې د وسلو او وسله والو د لېږدولو لپاره کاروي او ښايي هلته اسرایيلي يرغمل هم وي.

په تل ابیب کې د ملي امنیت د مطالعاتو د انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي کوبي مایکل د هغه په ​​اړه فاکس نیوز ته وویل: «سنوار د حماس د تاسیس له لومړیو ورځو راهیسې فعال و. هغه په زندان کې د حماس د بندیانو له مخکښو مشرانو څخه شو او د ټولو فلسطیني بندیانو په منځ کې خورا اغېزمن شخصیت و.»

د مایکل په وینا، سنوار د خپل بند په موده کې په عبراني ژبې خبرې کول زده کړل. هغه اسراییلي ټولنه ډېره ښه پېژندله.

د شالیت تړون د یوې برخې په توګه غزې ته له راستنېدو وروسته، سنوار د حماس یو له مشهورو مشرانو څخه شو او له اخوان المسلمین سره یې تړاو درلود.

نور ولولئ: د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

نور ولولئ: په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

نور ولولئ:  د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

یحیی سنوار په ۲۰۱۸ کال کې نیویارک ټایمز ته وویل: «فلسطینیان غوره ګڼي چې خپل حقونه له ارامو او سوله ییزو لارو ترلاسه کړي، خو دوی دا حق هم لري، چې د مقاومت له لارې خپل حقونه ترلاسه کړي.»

سنوار په تېرو شپږو کلونو کې یوازې یو یا دوه ځله له غزې څخه مصر ته تللی و.

اسراییل په دې باور دی، چې سنوار او د حماس نور مشران لکه محمد ضعیف له دوو کلونو څخه ډېر وخت په دې تېر کړی و، چې پر اسراییل د اکتوبر د اوومې د برید پلان جوړ کړي.

السنوار د اکتوبر د ۷مې برید پلانونکی

د اسراییل د پوځ ویاند پیټر لرنر مخکې اعلان وکړ، چې له شک پرته سنوار د اکټوبر د اوومۍ نېټې د قبرید پلان کوونکی و.

حماس ډلې د زمري په ۱۶مې نېټې وویل، چې سنوار د اسماعیل هنیه د ځای ناستي په توګه د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی مشر ټاکل شوی دی.

هغه د حماس اصلي رهبر ګڼل کېده چې په غزه کې و.

له هغې وروسته چې هنیه په تهران کې د زمري په لسمه ووژل شو، داسې راپورونه خپاره شول چې سنوار د هنيه پر ځای د خالد مشعل له ټاکلو سره مخالفت وکړ او د يوه بل کس د ټاکلو غوښتنه يې وکړه، چې له ایران سره نږدې او ښې اړيکې ولري.

مشعل د حماس یو بل مشر او د دې ډلې د سیاسي چارو پخوانی مشر و، چې د ایران پر وړاندې یې انتقادي دریځ درلود.

له ده وروسته کله چې هنیه د هغه ځای ناستی شو د ایران او حماس تر منځ اړیکې تر بل هر وخته ښې شوې.

د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه د سنوار تر معرفي کېدو وروسته تمه کېده، چې دا اړیکې به د اسراییل او ایراني حکومت ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ په جریان کې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شي.

سنوار په وروستیو میاشتو کې د اسراییل د پوځ له مهمو موخو څخه ګڼل کېده.

هغه چې په غزه کې د حماس قوماندان و، د اسراییل په مرګوني برید کې لوی او بنسټیز رول لوبولی و.

د اسراییلي پوځ راډیو د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د پوځ د سرچینو په حواله اعلان وکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار په رفح کې د اسراییل په یوه برید کې وژل شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button