هنر او ادب

د خوښۍ خبر؛ افغانستان کې ۱۰۰ جوړو ډلییز واده وکړ

د افغانستان په سرپل ولایت کې د ۱۰۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم سر ته ورسېدل

افغانستان د بېلابېلو کلتورونو او فرهنګونو ټاټوبی دی چې په دې رنګارنګۍ کې ډول ډول دودونه موجود دي چې د افغانستان خلکو او افغان ملت ټولنیز مراسم، غم او ښادي یې لا ښکلي کړي او درنښت یې وربښلی دی. په دې لړ کې د ودونو او خوښیو پروګرامونه دي چې افغانان په کې خوښي لمانځي او دا خوښي په بېلابېلو طریقو کېږي.

نور ولولئ: چین کې هغو نجونو ته چې له ۲۵ کالو کم عمر کې واده کوي، جایزې ورکوي

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ډلییزو ودونو دود هم زیات شوی چې ګڼ خلک په کې ګډون کوي او رنګارنګ دودونه په کې ترسره کېږي. دا خوښۍ د بېلابېلو کورنیو او په یوه محل کې وي چې په دا ډول ښادیو کې دوستان او خپلوان ډېر خوښ وي او ساعتیري کوي.

دغه مراسم یو سوداګر ترسره کړي

سرپل کې د یوه سوداګر په مالي ملاتړ د دغه ولایت د ۱۰۰ بې‌وزله جوړو «هلکانو او نجونو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د دغه ډله‌ییز واده مراسم پرون جمعه د لړم ۱۹مه د سرپل په یوه ورزشي لوبغالي کې جوړ شوي و.

نور ولولئ: د واده په مراسمو کې اورلګېدنه؛ شاوخوا ۱۰۰ تنه په کې وژل شوي

د جوړ شوي ډله‌ییز واده مراسمو ټول لګښت د محمداکبر سلطان‌زاده په نوم د یوه سوداګر له لوري ورکړل شوې دي.

په دې مراسمو کې هرې واده شوې جوړې باندې یوه غالۍ، د واده جامې او ۲۰زره افغانۍ وېشل شوې دي.

په دې مراسمو کې پر عادي خلکو سربېره طالبان هم وو

په ورته مهال په یادو مراسمو کې د سرپل محلي مسوولانو سربېره، امنیتي چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د ناوې او زوم د کورنۍ د غړیو او خپلوانو ترڅنګ سلګونه کسانو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د سرپل والي مرستیال محمدنادر حقجو له نورو سوداګرو او شتمنو غوښتنه وکړه چې د ډله‌ییزو وادونو د دودولو برخه کې د هر ډول مرسته او هڅې وکړي.

بل‌خوا د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې ورته ډله‌ییزو وادونه د هغو بې‌وزله ځوانانو لپاره ګټور تمامېږي چې د واده لګښتونه نه‌شي پوره کولای.

یو‌شمېر هغه ځوانان چې د بې‌وزلي له امله کلونه کوژدن پاتې دي، وايي، ډله‌ییز وادونه دوی ته ستره مرسته ده او په وینا یې، دغه وادونه باید دود شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په راتګ سره په ودونو او ښادیو مراسمو کې پر موسیقي بندیزونه لګېدلي، خو بیا هم دغه ښادۍ خلک په پټه په ښه شکل لمانځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button