د سالنګونو لویه لار؛ د ۱.۲ میلیارده افغانیو په لګښت د ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو

د سالنګونو لویه لار د بیارغونې په لړ کې د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې تړون د یوه ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره لاسلیک شو. د ټولګټو چارو وزارت وایي، د دې پروژې ټولیز لګښت له ۱.۲ میلیارده افغانیو څخه زیات دی.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، دغه پروژه د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې پورې غځېږي. د ده په وینا، سړک به د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۲ متره په سور له سره قیر او د ملي معیارونو له مخې ورغول شي.
د سالنګونو لویه لار کې نوي پلچکونه او ویالې هم جوړېږي
د پروژې په چوکاټ کې د پنځو نویو پلچکونو جوړول، د ۳۳ موجوده پلچکونو پراخول او د سړک په اوږدو کې د ۶۰۰ مترو ویالو جوړول هم شامل دي، څو د اوبو د تنظیم او د سړک د خوندیتوب چارې پیاوړې شي.
چارواکي باور لري چې د دغو زیربنايي کارونو په بشپړېدو سره به د ترافیکي ستونزو کچه راټیټه او د لارې د دوامدارې ساتنې زمینه برابره شي.
چارواکي د پروژې پر معیاري او پر وخت بشپړېدو ټینګار کوي
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو اقتصادي او ټرانزیټي دهلېزونو څخه ده او د بیارغونې چارې یې باید د ټاکل شویو معیارونو او مهالوېش له مخې ترسره شي.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې کیفیت او پر وخت بشپړېدل د هېواد د ترانسپورټي شبکې د پیاوړتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د سالنګونو لویه لار د هېواد مهم اقتصادي دهلېز بلل کېږي
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان برخه ده، چې په سویلي سالنګ، شمالي سالنګ او خنجان–دوشي مسیرونو کې هم عملي کېږي.
د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي او هره ورځ د زرګونو مسافرو، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد لپاره کارول کېږي. چارواکي هیله لري چې د روانو بیارغنیزو پروژو په بشپړېدو سره به د دې سترې لارې ظرفیت، خوندیتوب او اقتصادي اهمیت نور هم زیات شي.



