کورني خبرونه

د ساړه ژمي یخې څپې او د هرات زلزله ځپلې کورنۍ

د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې د هرات زلزله ځپلې لا هم تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتو د مرستې صندوق یونیسیف وايي د افغانستان په لویدیځ کې نژدې سل زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته جدي اړتیا لري.

په افغانستان کې د یونیسیف استازي فران اکیزا پرون وویل، زیانمنو کورنیو خپل هرڅه په زلزله کې له لاسه ورکړي دي.

ښاغلی اکیزا وايي چې زلزله ځپلې کورنۍ د خپلو موقتي استوګنځایونو د تودولو لپاره هېڅ وسایل نه لري.

سخت ژمی او د لومړنیو اسانتیاوو نه شتون

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د یونیسیف د استازي فران اکیزا له قوله لیکي چې نوموړی وايي، ماشومان د سړو له کبله له سخت حالت سره لاس ګريوان دي او هغه کورنۍ چې بېځایه شوې ماشومان یې په داسې یوه وضعیت کې ژوند کوي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

herath2
انځور؛ زلزله ځپلي ماشومان چې په یخ باد کې د ځان پټولو ځای نه لري. 

ښاغلی اکیزا وايي، ماشومان هڅه کوي د زلزلې له رواني اثراتو ځانونه وژغوري. د هغه په وینا ښوونځي او روغتيايي مرکزونه چې ماشومان اړتیا ورته لري، یا داسې زیانمن شوي چې د بیارغونې امکان یې نه شته او یا ګردسره ویجاړ شوي دي.

نور ولولئ: د هرات زلزله‌ځپلو سره د امریکا ۱۲ میلیونه ډالر بشري مرسته

نور ولولئ: د هرات زلزله؛ زیانمن خلک وايي، هوا سړه ده خو سرپناه نه لرو

نور ولولئ: د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۷ میلیونه ډالر تر لاسه شوي

یونیسیف د افغانستان د نیمايي وګړو چې شمېر یې شاوخوا ۱۹،۴ میلیون ته رسېږي، د لومړنیو بشري اړتیاوو د برابرولو لپاره د ۱،۴ میلیارد ډالره بېړنۍ بسپنې غوښتنه کړې.

د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د طالبانو پاتې راتلل

یونیسیف وايي د عامه خدماتو په برخه کې د پانګونې لپاره د طالبانو د حکومت پاتې راتلل د اساسي خدماتو د وضعیت د خرابېدو باعث شوي او دې حالت ته په پام سره زیانګالې ټولنې په آسانۍ سره نه شي کولای ځان له زیانونو وژغوري یا یې پر وړاندې مقاومت وکړي.

herath1
انځور؛ زیاتره زلزله ځپلې کورنۍ د باندې یخه هوا کې شپې سبا کوي.

د یونیسیف یوه مسوول دانیل ټیم اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې ښوونځي، کورونه، روغتیايي تاسیسات او د اوبو رسولو سیسټمونه له منځه تللي دي. نوموړی زیاتوي چې اوسنۍ مرستې کافي نه دي او دا ټولنې دې ته اړتیا لري چې یوځل بیا پر خپلو پښو ودرېږي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د ریښتر په حساب ۶.۳ درجې زلزلې د هرات ولایت یو شمېر سیمې ولړزولې چې ګڼو کورنیو ته یې ځاني او مالي زیانونه واړول.

خو د طالبانو او نړیوالو بنسټونو له هڅو سره، سره بیا هم په هرات ولایت کې زلزله ځپلې له سخت حالت سره مخامخ دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button