هنر او ادب

د شارخ خان ۲۳ کلنې لور په ۱۲ کروړه نوی جایداد واخیست

د شارخ خان ۲۳ کلنې لور سهانا خان په ۱۲ کروړه نوی جایداد اخیستی دی

د بالیووډ ستوري شارخ خان چې د ډېر قیمتي کور، موټرو او جایدادونو خاوند دی؛ همدارنګه هغه په هند کې لوی سرمایه‌دار بلل کېږي، اوس یې لور سهانا خان په ۱۲ کروړه هندي کلدارو په ارزښت کرنیزه ځمکه اخیستې او د ځان په نوم کړي یې ده.

د هندي رسنیو له قوله، سهانا خان په یوه کلي کې ۱.۵ جریبه کرنیزه ځمکه اخیستي چې پر دې ځمکه ۲۲۱۸ مربع فوټه ودانیز کار هم تر سره شوی دی.

د جایداد په اخیستلو کې د وراثت حق ادا کول

د رسنیو د راپورونو له مخې د شاه‌رخ خان لور د جایداد په اخیستلو کې ۷۷.۴۶ لکه د وراثت حق هم ادا کړی چې په دې سره هغې د وراثت په اړه په دې مهم قدم پورته کولو سره ثابته کړې چې دې برخې ته څومره ژمنه یا متعهده ده.

رسنیو ویلې دي چې دا جایداد مخکې د ډیجاوو فارم پي ټي وي لمټډ په نوم ثبت شوی و.

سهانا خان د اداکارۍ لپاره چمتوالی لري

باید یاده کړو چې سهانا خان د خپلې اداکارۍ یا په بالیووډ کې په فلم کې د رول لوبولو لپاره پوره چمتوالی لري. هغه په “دي آرچیز” فلم کې راښکاره شوې چې د بالیووډ بلې وتلي اداکارې سري دیوي کوچنۍ لور خوشحالي کپور او د امیتاب‌بچن لمسی اګتیه آنند به هم په کې لوبېږي.

د بالیووډ ستوري تر ډېره سرمایه‌داره دي

په هند کې د سینما او موسیقۍ صنعت ته لوی کار شوی او کېږي چې له همدې امله زیات هنرمندان په دې ډګر کې مصروف او له همدې لارې یې زیاته سرمایه تر لاسه او نن په نړۍ کې د ډېرو پانګه‌لرونکو خلکو په ډله کې حسابېږي. په دوی کې شاه‌رخ خان، اکشې، پریټي زینټا، میتاب‌چن او د بالیووډ نور ډېر فلمي لوبغاړي ډېر سرمایه داره او په هند کې یې په بېلابېلو برخو کې ډېره پانګونه کړې او له سلګونو زره خلکو ته یې دندې پیدا او په کار ګمارلي دي.

نور ولولئ: ۳۴ کلنه اداکاره “پرینتي چوپړا” مجرده ده

دا په داسې حال ده چې بالیووډ له هالیووډ سره په سیالۍ کې ده او تل هڅه کوي چې د همدې فلمي لوبغاړو په واسطه په فلمونو کې داسې رول ولوبوي او تخنیکاران داسې څه خلکو ته وړاندې کړي چې په کیفیت او کمیت کې له هالیووډ سره برابره سیالي وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button