ژوند او ټولنه

د فرانسې مخکینی ولسمشر په یوکال بند محکوم شو

 افغانستان  افغانستان

د فرانسې مخکینی ولسمشر نکولاس سرکوزي د غیر قانوني لارو او طریقو څخه د ۲۰۱۲م کال  د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین لپاره د پیسو ترلاسه کولو په تور د یوه کال لپاره د بند په جزا محکوم شو.  

د فرانسې پلازمېنې پاریس یوې محکمې ۶۶ کلن سرکوزي په هغه کمپاین کې له قانوني حده په میلیونونو یورو زیاتو  لګښتونو  له امله  ملامت وباله او جزا یې ورکړه.خو محکمې ویلي وو ، نوموړی به زندان  ته نه لیږل  کېږي او د بند موده به  پخپل  کور کې له یوه الیکترونیکي بنګړي سره تېروي.خپله ښاغلی سرکوزي بیا هر ډول غیر قانوني کړنه ردوي او طمع کېږي چې د استناف غوښتنه به وکړي.   

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي     

دا دویم ځل دی چې نوموړي ته د محبس جزا  ورکول کېږي.له دې مخکې نوموړي ته د مارچ میاشت کې د مالي فساد او له واکه د غیر قانونی  ګټې اخیستنې له امله  هم د یوه کال جزا ورکړل شوی وو ، چې د استناف غوښتنې له امله  تاخیر شوه  او نوموړی ازاد ګرځي.تېر ځل نوموړی له ۱۳ نورو کسانو سره یو ځای په ‘بیګ مالیون ‘ نومې رسوایۍ کې د لاس درلودلو له امله محاکمه شوی وو.   

.څارنوالان وايي چی ، د مخکیني ولسمشر ‘یو ایم پي ‘ ګوند د ۲۲ نیم میلیونه یورو دوه برابره پیسې پر پرتمینو کمپاین مراسمو مصرف کړی  وو او بیا یې د یوه مالي شرکت خدمتونه د دې لپاره لاس ته راوړه چې دا لګښت پټ کړي او د کمپاین لګښت پر ځای یې د ګوند لګښت په حیث وښيي.د پنجشنبې په ورځ بیا محکمې په خپله فیصله  کې ویلي دی چی، مخکنی  ولسمشر ته ښايي د دې مالي فساد ټول جزیات معلوم نه وو.  خو نوموړی به د لګښت له حده په تېرېدلو  ښه پوهېدل، او هېڅ یې ندی  ویلي.دا د مخکنی  ولسمشر تازه قانوني قضیه ده، چې نوموړی ورسره مخ دی. ښاغلی سرکوزي له ۲۰۰۷ م تر ۲۰۱۲م  کال پورې د فرانسې ولسمشر  پاتی شوی وو، چې فرانسې محکمو کې له قانوني قضیو سره لاس او ګرېوان شوی.وروسته یې د فرانسوا اولاند په  مقابلی کی  انتخاباتو کی ناکام  شو  .له هغه رادیخوا نوموړی  څو څو ځله د

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button