نړیوال خبرونه

د متحده عربي اماراتو او اسرایلو ترمنځ به تاریخي ډېپلوماتيک تړون لاسلیک شي

دمتحده عربي اماراتو او اسرایلو ترمنځ تاریخي ډېپلوماتيک تړون لاسلیک شي پنجشنبه په وورځ د امريکا ریس جمهور ډونالډ ټرمپ په خپل ټوټير لیکلي وو چې د محتده عربي امارتو او اسرايلو تر منځ تاریخي ډيپلوماتيک تړون لاسليک شي ،

ولسمشر ټرمپ زياته کړه چې دا يوه ډيره تاريخي ورځ ده چې د منځني ختيځ يو عربي هيواد د اسرايلو سره دا ډول توافق ته ورسېدل چې یو ډېپلوماټيک تړون لاسلیک کړي.د ټرمپ له دې اعلان وروسته محتده عربي امارات دريم عربي هيواد شو چې له اسرايلو سره ډيپلوماتيک تړون لاسلیکوي .چې تر عربي محتده امارتو مخکې مصر او اردون هم هغه دوه عربي مملکتونه وو چې له اسرايلو سره يې ډيپلوماتيک تعلقات درلودل

ښاغلي ټرمپ په خپل ټويټر اکاونټ د درې واړو مملکتونو اعلاميې هم خپرې کړي دي او ورسره ليکلي يې دي چې دا يو تاريخي تړون او ورځ ده نوموړي له دې وروسته په وایټ هاوس کې خبري کانفرانس هم درلوده او خبریالانو ته ېې مخامخ ځوابونه وويل. ټرمپ د خبريالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې اسراييل به له دې تړون وروسته د فلسطينانو پر ځمکه د قبضې لګولو پريکړې باندې به صرف نظر شي که نه، ټرمپ د خبريالانو دې سوال ته مخامخ ځواب ور نه کړ خو ولې ويې ويل چې له اسرايلي لوري سره په دې اړه په خبرو اترو بوخت دي د ټرمپ لخوا په خپره شوې دغه اعلامیه کې لیکل شوي چې د دواړو ملکونو چارواکې به راروانې هفتې کې یو بل سره کینی او دغه تړون به په عملي توګه لاسلیک کړي

د ښاغلي ټرمپ خبرو نه وروسته د اسراييلو صدراعظم بينيامين ياتنياهو رسنيو ته ددې تړون ل کول تاييد کړل او دايې د محتده عربي اماراتو او اسراييلو ترمنځ يو تاريخ تړون یاد کړ د دې تړون په اړه د یو عرب رسنۍ د راپور له مخې د ابوظۍ ولي عهد شيخ مخمد بن زايد النهان د امريکا ریس جمهور ډونالډ ټرمپ او د اسراييلو له صدراعظم سره ټيليفوني خبري کړي او ددې تړون په لاسليک يې خوښي هم ښودلې،

دیادتړون له مخې به اسرایل او عربي امارات دواړه يو له بل سره په پانګه اچونه، سياحت، د نيغ په نيغ د پروازونو ، روغتيا او مواصلاتي ټيکنالوژي په برخه کې همکاري کوي، ویل کیږي چې دواړه هې،ادونه به یو بل ملکونو سره سفارتي او ډيبلوماتيک تعلقات هم جوړ کړي دې سره به د دواړو ملکونو ته به نیغ په نیغه پروازونه هم وي و

بلخو بیا په فلسطین کې مېشتې حماس جنګيالۍ ډلې دا تړون غندلی او ويلي يې دي چې دا تړون د عربي هيوادنو او فلسطينيانو په د غاړه د چاړې ايښودولو په معنا ده.د ايران مذهبي مشرانو هم دا تړون غندلی او دا يو شرمونکی کار بللي په سوشل ميډیا کې هم په دې اړه غبرګونونه راپارېدلي دي او خلکو لیکلي چې یو عربي هېواد ولې داسې تړون لاسلیک کړ،

د یادونې وړ ده چې د دې وړاندې ډېرۍ اسلامي هېوادونو د اسرایلو سره ډېبلوماټيک او غیر ډېبلو ماټيک تعلقات نه لرل په دغه هېوادونو کې افغانستان هم شامل وو افغانستان اوس هم په اسرایلو کې سفارت نه لري او وېزې هم په افغانستان کې ورته نه جاري کیږي د افغانستان نه پرته پاکستان او نور بازې اسلامي هېوادونه هم د اسرایلو سره سفارتي او نور سیاسي تعلقات نه لري،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button