لوبې خبرونه

د مجیب الرحمان د تېرې او نوې لوبډلې په اړه پوسټونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان چې د بیګ باش په ډرافټ مراسمو کې یوې نوې لوبډلې واخیست، د خپلې تېرې او نوې لوبډلې په اړه یې پوسټونه کړي دي

د آسټرالیا سوداګریز لیګ

مجیب الرحمان د اسټرالیا په تجارتي لیګ، بیګ باش لیګ کې د بریسبین هیټ لوبډلې لپاره څلور کلونه ولوبېده، خو سږکال نوموړی په ډرافټ مراسمو کې د میلبورن رینیګاډز لوبډلې واخیست. نوموړي د خپل انسټاګرام په یو پوسټ کې د بریسبین هیټ لوبډلې څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې څلور کاله د دوی سره ولوبېده او ډېر ښه وخت یې تېر کړ. هغه د روزونکو، منیجمنټ سټاف او همدا راز د دغه لوبډلې د مینه والو څخه هم مننه کړې ده

نور یی ولوله | کوهلي: له خپلې خرابې کارکردګۍ نه وېره نلرم

نور یی ولوله | د پاکستان یو بل لوبغاړی هم ټپی شوی دی

د هغه په پوسټ باندې د بریسبین هیټ لوبډلې هم کمنټ کړی دی او له مجیب الرحمان څخه یې مننه کړې ده، چې د دوی لپاره لوبېدلی دی. د انسټاګرام په یو بل پوسټ کې بیا مجیب الرحمان د خپلې نوې لوبډلې، میلبورن رینیګاډز په اړه لیکلي دي، چې هغه دغه لوبډلې سره لوبېدو ته ډېر لېواله دی او ډېر ژر به د خپلې لوبډلې او د لوبډلې ملګرو سره یو ځای شي

د یادولو وړ ده، چې د ډرافټ په مراسمو کې راشد خان هم د خپلې پخوانۍ لوبډلې سره یو ځای شوی دی او همدا راز اظهار الحق نوید هم په بیګ باش کې اخیستل شو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button