نړیوال خبرونه

د مچلغو د بند چارې۱۰کاله بعد هم ندي بشپړې شوي

د مچلغو د بند چارې ۱۰ کاله بعد هم ندي بشپړې شوي د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند ۱۰ کاله وړاندې پیلشو ، خو تردې دمه ېې د کار چارې ندي بشپړې شوي، د دغه ځاۍ خلک وايي چې دولت باید دغه بند ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د پخواني ولسمشر کرزي په دوره کې د دې بند اوله پروژه په ۳۳ میلیونه ډالر پیل شوې وه، چې د فساد له امله بیا دا پروژه ختمه شوه د ریس جمهورغني په اولي کاري دوره کې په ۲۲ میلیونه ډالر د دې بند بله پروژه شروع شوه، لکه د لومړۍ پروژې دا هم د فساد خالي نه وه او لکه د تېرې پروژې دا هم له لغوه شوه، اوس یې چارې د ریاست جمهوري د عملیاتيشرکت لخوا اداره کیږي،

وروستیو ۱۰ کلونو کې د دې بند یو فیصد کار د درې بېلابېلو شرکتونو له لوري په شاوخوا یو میلیون افغانیو ترسره شوی دی.د فساد ور ها خوا د دې سیمې اوسېدونکو د دغې بند لپاره ځاني قرباني هم ورکړې ده.د یادې سیمې یو تن سپین ږیري رنیو ته وویل ، تر ۲۵۰ کسان د یاد بند په سر شهیدان شوي دي.د بند په سر د سیمې خلکو تل ننګ کړی خو مرکزي حکومت ورته ځانګړې پاملرنه ونه کړه،

دا هم باید یاده کړو چې د ترهګریزو ډلو لخوا وخت نا وخت د بند شاو خوا وسلې استعمالېږي، چې د سیمې خلک بیا د کار یګرو د ساتنې لپاره میدان ته را دانګي.د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، اوس هم د بند چارې په بې کیفیتۍ سره پر مخ روانې دي او د حکومت هیله کوي، چې د یادې پروژې څخه لیدنه وکړي.دوی وایي، د بند چارې به بشپړ شي، خو دوی باور نه لري، چې د برق څخه یې ګټه واخلي، ځکه دا هسې یوه کنده دت او امکان شته چې د اوبو راتګ سره د بند ټول وسایل ویسي،

د بند چارې د ریاست جمهوري د عملیاتي اشرکت له لوري اداره کیږي خو ساتنه یې وسلوال طالبان کوي.د بند شاوخوا وسلوال طالبان فعالیت لري.دا بند اوس ټولو ته د ګټې وټې په یو مرکز بدل شوی دی، تر کومې کچې چې د چا وس و رسي، تر هماغې اندازې ځانته پکې د پیسو وهي او فساد هم پکې کوي کوم چې د ځايي خلک اندېښمن کړي دي اوله دولت نه غوښتنه کوي چې دغه بند ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي،

د مچلغو د بند چارې۱۰کاله بعد هم ندي بشپړې شوي
د مچلغو د بند چارې۱۰کاله بعد هم ندي بشپړې شوي

اوسمهال نور ۱۱ کال بوره کیږي او تر دې دمه په کې ۲۵۰ شاو خوا ولسي کسان شهیدان شوي او میلیونونه ډالر پرې مصرف شوي دي، خو چارې یې لا هم ټکنۍ پر مخ روانې دي.د دغه ځاۍ خلک وايي چې دولت باید دې بند ته ځانګړۍ پلاوۍ باید وټاکل شي ترڅو دغه چارې خپله د مرکزي حکومت د څار لاندې وي او دبند چارې تېزۍ سره په مخ لاړې شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button