نړیوال خبرونه

د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

د ناټو ځینو غړو هېوادونو اوکراین ته د خپلو ځواکونو له استولو سره مخالفت کړی دی

ناټو، امریکا او ددوی نورو ملاتړو فکر نه کاوه چې د اوکراین او روسیې جګړه به دومره غځېږي، خو اوس داسې ښکاري چې اوکراین له ډېرو ځواکونو، ماډرنو وسلو، مالي ملاتړ او نورو جنګي وسایطو ته اړتیا لري.

تازه د ناټو څو غړو هېوادونو لږ وروسته تر هغه اوکرایین ته د عسکرو استول رد کړل چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د دوشنبې په ورځ وویل هرڅه ممکن دي.

د امریکا متحده ایالاتو اوکرایین ته پوځیان نه استوي چې له روسي یرغلګرو سره وجنګېږي.

nato2
د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

د اوکرایني ځواکونو له لاسه وتلي ځینې سیمې

جرمني، ایټالیا، ‌اسپانیا د چک جمهوریت، پولنډ او بریتانیا هم ورته بیانونه ورکړي دي.

دا خبرې داسې مهال راځي چې روسي ځواکونو وروستیو اونیو کې د اودیکا ښار او ځینې نورې مهمې سیمې له اوکراییني ځواکونو لاندې کړې دي.

نور ولولئ: ترکیې په ناټو سازمان کې د فنلډ غړیتوب تائید کړ

نور ولولئ: ستولتنبرګ وايي د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

نور ولولئ: ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

فرانسوي ولسمشر اېمانوېل مکرون وړمه ورځ له اروپايي مشرانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل د روسیې د ماتولو لپاره چې هر څه ضروري وي باید وشي، ان که د ناټو ځواکونو استول هم وي.

اوس امریکا وايي اوکرایین له د روسي ځواکونو پرضد خپل ځواکونه نه استوي.

nato1
د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

امریکا هم نه غواړي چې اوکراین ته ځواکونه واستوي

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویاند ټینګار کوي هېواد یې کوم داسې پلان نه لري چې خپل ځواکونه اوکرایین ته واستوي:

“موږ هېڅ داسې پلان نه لرو چې خپل ځواکونه اوکرایین ته د جګړې لپاره واستوو. زموږ ولسمشر په دې اړه ډېر واضح دی او همدا به زموږ دریځ وي. پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې موږ اوکرایین سره د امنیت په برخه کې د ژر تر ژره مرستو رسولو لپاره جدي کار کړی او دا یوازې د امریکا هڅې نه بلکې نړیوالې هڅې دي.”

په ورته مهال د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته په ورته دریځ ټینګار کړی دی.

هغه ویلي اوکرایین کې د دوی ځواکونه یوازې اړوند سفارت سره د چارو مخ بېولو کې ښکېل دي او له اوکراییني ځواکونو سره د وسلې مرستو بهیر کې همکاري کوي.

هاخوا داسې راپورونه هم ورکړل شول چې مسکو د وسلو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دی، خو وروسته بیا رویټرز خبري اژانس د خپلو کره سرچینو په حواله خبر ورکړ چې تهران، مسکو ته په سلګونو بالستیک توغندي او نورې پرمختللي وسلې ورکړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button