نجیب الله ځدراڼ درې شپږیزې ووهلې
په وروستي اور کې که څه هم دوه ویکټې وغورځېدې، خو نجیب الله ځدراڼ پکې درې شپږیزې هم ووهلې او یوازینی توپوهونکی و چې د سپین غر لپاره یې ښې منډې وکړې او د کابل بازانو لوبډلې ته یې د ۱۴۱ منډې هدف وټاکه.
د شپږیزې کرکټ لیګ دویمه کوالیفایر لوبه د سپین غر پړانګانو او کابل بازانو ترمنځ په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې کابل بازانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې سپین غر پړانګانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. سپین غر پړانګانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې او د کابل بازانو لوبډلې ته یې د بریا لپاره ۱۴۱ منډې هدف وټاکه
نور یی ولوله | عثمان غني د ښې توپوهنې په مټ پړانګان بریالي کړل
نور یی ولوله | د افسر ځاځي پنځوسیزه، ساتونکو ۱۵۷ منډې وکړې
نجیب الله ځدراڼ ۵۷ منډې وکړې
د دوی لپاره نجیب الله ځدراڼ ۵۷ ناسوځېدلې او عابد محمدي ۲۸ منډې وکړې. د کابل بازانو له خوا نه عظمت الله عمرزي ۳، قیس احمد ۲، حسیب الله او خلیل احمد ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د یادولو وړ ده، چې په نننۍ لوبه کې هره لوبډله بریالۍ شوه، هغه به د بست ساتونکو لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي او کومه لوبډله چې ماتې وخوري، نو هغه به له سیالیو بهر شي