د نړۍ تودوخه؛ پرلهپسې اووه ورځې له صنعتي پېر مخکې کچې دوه درجې لوړه ثبت شوې

د نړۍ تودوخه د اقلیمي معلوماتو د ثبت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پرلهپسې اووه ورځې له صنعتي پېر مخکې کچې څه باندې دوه درجې لوړه ثبت شوې ده.
د اروپا د اقلیمي بدلون د څار ادارې «کوپرنیکس» تازه معلومات ښيي چې د نړۍ تودوخه د اقلیمي معلوماتو د ثبت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پرلهپسې اووه ورځې له صنعتي پېر مخکې منځنۍ کچې د سانتيګراد څه باندې دوه درجې لوړه ثبت شوې ده.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې د ځمکې منځنۍ ورځنۍ تودوخه په بېساري ډول لوړه وه.
د نومبر په ۲۳مه دغه توپیر د سانتيګراد ۲.۲۵ درجو ته ورسېد، چې د اقلیمي معلوماتو د ثبت په تاریخ کې نوی ریکارډ بلل کېږي.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په نومبر او د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې هم د ځمکې منځنۍ ورځنۍ تودوخه له صنعتي پېر مخکې کچې څه باندې دوه درجې لوړه شوې وه، خو دغه وضعیت دومره اوږد دوام نه درلود.
د کوپرنیکس د اقلیمي چارو متخصصه سمانتا برګېس وايي، وروستي ریکارډونه ښيي چې د ځمکې اقلیم تر پخوا ډېر تود شوی دی.
د نومبر میاشتې دغه شمېرې لا هم لومړنۍ دي او ښايي تر وروستۍ ارزونې وروسته لږ بدلون پکې راشي.
د نړۍ تودوخه او د پاریس اقلیمي تړون
د اقلیم متخصصان وايي، د اوو پرلهپسې ورځو لپاره د تودوخې له دوو درجو اوښتل په دې معنا نه دي چې د پاریس اقلیمي تړون ټاکل شوې موخې په بشپړ ډول له لاسه وتلې دي.
د پاریس اقلیمي تړون چې په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شو، موخه یې دا ده چې نړیواله تودوخه له صنعتي پېر مخکې کچې تر دوو درجو ډېره ټیټه وساتل شي او د زیاتوالي د محدودولو لپاره تر ۱.۵ درجې پورې هڅې وشي.
د دغې موخې ارزونه د څو ورځو یا میاشتو پر ځای د اوږدې مودې د تودوخې د منځنۍ کچې له مخې ترسره کېږي.
کوپرنیکس اټکل کړی چې له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې د څلورو کلونو منځنۍ نړیواله تودوخه به له صنعتي پېر مخکې کچې څه باندې ۱.۵ درجې لوړه وي.
د تودوخې دوامدار زیاتوالی د وچکالۍ، سختو ګرمۍ څپو، سېلابونو، ځنګلي اورلګېدنو او د سمندرونو د سطحې د لوړېدو خطرونه زیاتوي.
د فوسیلي سونتوکو او النینو اغېز
اقلیمي متخصصان د ډبرو سکرو، نفتو او طبیعي ګازو سوځول د نړیوالې تودوخې د اوږدمهاله زیاتوالي اساسي لامل بولي.
د دغو سونتوکو له سوځولو څخه په فضا کې د شنو خونو ګازونه زیاتېږي، چې د ځمکې د تودوخې د لوړېدو لامل ګرځي.
د النینو پیاوړې اقلیمي پدیده هم د روان کال د تودوخې په زیاتوالي کې مهم رول لري.
دغه طبیعي پدیده د ارام سمندر د استوایي برخو اوبه له معمول څخه زیاتې تودوي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو او هوا پر وضعیت اغېز کوي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان اټکل کړی چې د النینو پدیده به د روان کال په وروستیو کې نوره هم پیاوړې شي او اغېزې به یې تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي.
متخصصان خبرداری ورکوي چې که د شنو خونو ګازونو په خپرېدو کې د پام وړ کموالی رانهشي، د نړۍ تودوخه به نوره هم لوړه شي او د اقلیمي بدلون له امله به طبیعي، اقتصادي او بشري زیانونه زیات شي.



