نړۍ خبرونه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز چین ته د اړیکو قوي کولو لپاره تللی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په څلور ورځني رسمي سفر بیجنګ ته رسیدلی دی

جنرال عاصم پدې ملاقات کې د چین د پوځي او نورو مشرانو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د نظامي همکارۍ په ډیروالي غږیږي.

د چین سینهیوا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان دې جګپوړي پوځي چارواکي د چین د مرکزي نظامي کمیسیون د مشر ژانګ یوکسیا سره کتلي او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي یې ثابتې بللي دي.

په راپور کې د ښاغلي یوکسیا له قوله ویل شوي، ” مهمه نده چې نړیوال وضعیت څه ډول بدلیږي، چین پخپلې سیمه ایزې دپلوماسۍ کې پاکستان ته تل لومړیتوب ورکړی”.

نور ولولئ: پاکستان کې د پولیسو په يو تهاڼه چاودنه شوې چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د پاکستان پوځ به د چین سره خپله ریښتیني همکاري لا پراخه کړي او یو ځای به د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو او د سیمې د امنیت او ثبات ساتنه کوي”.

جنرال منیر همدارنګه د چین د خلق آزادۍ پوځ عمومي قوماندانۍ ته ولاړ او د پوځي قوماندانانو سره یې تفصیلي خبرې وکړلې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې ویلي چې پدې غونډې کې په دوه اړخیز امنیت او نظامي همکارۍ اړوند موضوعاتو خبرې وشوې

په همدې حال کې د پاکستان یو پخواني ديپلومات علي سرور نقوي امریکا غږ ته وویل چې دا ملاقات د دواړو هیوادونو پوځ ته مهم دی او په پاکستان د هغو چینایي اتباعو په امنیت به هم خبرې پکې وشي چې پدې هیواد کې په ګڼ شمیر پروژو کې کار کوي.

چین تیر کال وروسته تر هغه په خپل اوږدمهاله متحد پاکستان فشار واچاوه چې درې چینایي ښوونکي په یو برید کې ووژل شول.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان څخه غوښتي و چې پدې هیواد کې د چینایي اتباعو امنیت تامین کړي او ډیر ژر هغه کسان عدالت ته راکاږي چې د دریو چینایي ښوونکو په وژلو کې لاس لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ډیر وضاحت له ورکولو پرته وویل:”د وژل شویو چینایانو وینه باید بې ځایه نشي او کوم کسان چې ددې پیښې تر شاه دي ددې کار قیمت به ورکړي.”

دا برید د کراچۍ په ښار کې د چین د انستیتوت د دروازې مخ ته هغه مهال وشو چې یوې ځانمرګې برید کوونکې پرځان پورې تړلې چاودیدونکي توکي د چینیایي کارکوونکو د بس موټر مخ ته والوزول.

د دغه انستیتوت مشر هم د دریو وژل شویو چینایانو په منځ کې و. یو پاکستانی چلوونکی او یو بل چینایي ښوونکی په دې پيښه کې ټپیان شوي‌ و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button