ژوند

د پښې مساج کول څه ګټې لري؟ په اړه یې دلته ولولئ

پښې زموږ د بدن هغه برخه ده چې ټوله ورځ یې د بدن وزن پورته کړی وي، خو ددې هرڅه سربېره موږ بیاهم د بدن ددې مهمې برخه خیال نه ساتو او یوازې هغه وخت مو ورته پام کېږي کله چې سخت درد پکې پیدا شي.

خو روغتیا پوهان وایي چې پښې یوازې د بدن وزن نه پورته کوي بلکې د پښو لاندینۍ برخه د انسان د ټول بدن د اعصابو مرکز هم دی، چې په مساج کولو سره یې ټول بدن ته ګټه رسېږي.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

کله چې وېده کېږئ نو له هغې وړاندې د یو څو دقیقو لپاره د پښو لاندینۍ برخه په تېلو سره مساج کړئ، نو ډېرې حیرانوونکې ګټې به ترلاسه کړئ، ځکه چې د وینې جریان ښه کوي او د یو ښه خوب لامل هم کېږي.

لکه څنګه چې په اوسني وخت د وینې فشار ډېر شوی نو په همدې سبب که چېرته خپلې پښې مساج کړو نو د وینې فشار کې به مو کمښت واقع شي او حافظه به مو هم پیاوړي شي.

دغه راز هغه میرمنې چې د حیض په سبب د سخت درد سره مخ وي او په همدې سبب یې طبیعت هم جوړ نه وي نو که چېرته هغوی د پښو مساج شروع کړي نو ستونزه به یې حل شي او هغه امیندوارې میرمنې چې د پښو سوخت لري هغوی دې هم د مساج عادت خپل کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button