ژوند او ټولنه

د ژوند مانا او د هغه پېچلتیاوې

د ژوند مانا څه ده، په دې برخه کې خورا ډېرې لیکنې شوي او پېچلتیاوې هم لري

زموږ لپاره د ژوند یوه لویه مانا لري، ځکه دا ژوند د یو مطلب لپاره دی او دا مطلب د ژوند یوه مهم برخه ده. موږ انسانان یا بشر په خپله د ژوند د مانا لپاره یوه بهترینه سرچینه یو چې د ژوند مانا رامنځته کوو. موږ کولی شو چې د ژوند مانا په هره سناریو، هره پېښه او هره محتوا کې پیدا کړو. دارنګه د ژوند مانا په نورو ډېرو برخو کې موندلی شو.

نور ولولئ: په کورني ژوند کې د ښځې او خاوند تر منځ د خوشاله ژوند هنر

کله چې ستاسو په ذهن کې د ژوند د مانا په اړه سوالونه پیدا شي، نو تاسو رښتیا د مانا پیدا کولو په هڅه کې یاست چې دا یو ښه کار دی.

ستاسو ارزښتونه، نوښتونه، موخې او احساسات په خپله د ژوند مانا ده او موږ پر دې سربېره د ژوند د مانا په اړه ډېر تعریفونه پیدا کولی شو، خو له دې ټولو تعریفونه به ښه دا وي چې یو جامع تعریف وړاندې کړو.

د ژوند مانا داده چې هر بشر نورو ته خیر ورسوي، په کار او کسب کې فوق العاده لاسته راوړنه ولري او په ژوند کې خپلې موخې تعریف او لاسته راوړي.

د تعریفونو ستونزې او د علماوو تر منځ بېلابېل ډولونه

خو دا تعریف هم نیمګړی راتلی شي، ځکه فیلسوفان او د نورو علومو خاوندان بیا د ژوند مانا له خپل لیدلوري کوي چې هغه ټول په دې وړه لیکنه کې نه شي راتللی، ځکه ځینې وايي چې دې دنیا ته سترګې پرانیستل او پناه کېدل په خپله د ژوند مانا لري او داسې نور. ځینې وايي چې د مهارتونو، موخو او توان درلودل په خپله د ژوند مانا ده.

نور ولولئ: د ژوند له هرې خوشالۍ څخه خوند واخلئ

خو د سیکالوژي له پلوه بیا ځانګړي تعریفونه موجود دي او د اسلام مبارک دین علما بیا د ژوند مانا په نورو ډولونو کوي چې دا په خپله یو لوی بحث دی او په دې باندې ګڼ شمېر کتابونه لیکل شوي دي.

د دقیقو ماناوو پیدا کول

موږ چې هر څومره د مسایلو تل ته کوزېږو، نو یوې دقیقې مانا ته اړتیا لرو. هر څومره چې زموږ پوهه زیاتېږي، نو تعریفات هم خپله نوي بڼه خپلوي او لا دقیقوالی غواړي. خو علوم اکثره یو ټکي ته ډېره اشاره کوي او هغه دادی چې کله تاسو د زیاتو مسایلو په حل کې څومره هلې ځلې کوی، نو همدا هڅې مو د ژوند مانا ته ورنږدې کوی او د ژوند تر مانا مو رسوي.

که چېرته غواړی چې په دې اړه لا ډېر څه زده کړی نو کولی شی چې په دې اړه خپاره شوي بېلابېل کتابونه ولولی او وګوری.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button