سیمه ییز خبرونه

د کابل پوهنتون بریدګر او د کرمان په بریدونو کې لاس لرونکی «عادل عارف» د حقاني شبکې غړی و؟

د ملي امنیت پخوانی مشر احمد ضیا سراج وايي چې عادل عارف له حقاني شبکې سره هغه وخت اړیکې درلودې

وروسته له هغې چې عادل عارف د کرمان په برید کې په لاس لرلو تورن شو، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر ویلي چې نوموړی په هېواد کې د څو ترهګریزو بریدونو پلان کوونکی و.

ښاغلي سراج ویلي؛ عارف له حقاني شبکې سره اړیکې درلودې او زغره والو موټر کې ګرځیده.

د ایران د استخباراتو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې عادل عارف چې په عادل پنجشیري هم مشهور دی، د کرمان په بریدونو کې لاس لري او د تهران په لویدیځ کې یوې سیمې کې لیدل شوی. دغه وزارت ویلي چې نومړی د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.

پر کابل پوهنتون د عادل عارف برید

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت وروستي مشر احمد ضیا سراج د جمعې په ورځ د – مرغومې په ۲۹- د عادل عارف په اړه افغانستان انټرنشنل ته نوي معلومات وړاندې کړي.

د ښاغلي سراج په وینا عادل عارف په ۱۳۹۹ کال کې پر کابل پوهنتون د برید په ګډون، پر ولسمشرۍ ماڼۍ راکټې بریدونو او یو شمیر نور بریدونه پلان کړي و.

kabul uni attack 1
انځور؛ په ۱۳۹۹ کې پر کابل پوهنتون د برید عکس.

عادل عارف د ۱۳۹۹ کال په لړم میاشت کې د احمد ضیا سراج په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت ریاست له خوا نیول شوی او د بګرام زندان ته ولېږدول شوی و.

نور ولولئ: په ایران کې د ملي ماتم اعلان؛ د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې چاودنې له سلو ډېر کسان وژلي

نور ولولئ: طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

نور ولولئ: سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې

احمدضیا سراج وايي؛ کله چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته د طالبانو له خوا د زندان دروازې پرانیستل شوې، عارف د دغې ډلې له غړو سره یوځای له بنده خوشې شو.

د ښاغلي سراج په وینا، عارف “د طالبانو له حقاني شبکې سره د نږدې اړیکو د لرلو له امله د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو اتو میاشتو کې په زغره والو موټرو ګرځیده.”

د افغانستان د ملي امنیت دغه پخواني چارواکي ویلي، عادل په جمهوري نظام کې په اعدام محکوم شوی و، خو د حکومت د نسکورېدو له امله یې د اعدام حکم نه و پلي شوی.

د کابل پوهنتون دغه بریدګر د «شهاب المهاجر» نږدې ملګری و

احمدضیا سراج وايي، چې عادل د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر، «شهاب‌المهاجر» نږدې ملګری، او د دې ډلې یو له خطرناکو مشرانو څخه دی.

ښاغلی سراج ټینګار کوي، چې کابل ته د طالبانو له راتګ سره د داعش شاوخوا څلور زره غړي له زندانونو خوشې او د سیمې ولایتونو او هېوادونو کې خپاره شول.

د ایران د استخباراتو وزارت د عادل عارف د عکسونو په خپرولو سره د ایران له وګړو غوښتي چې د هغه په نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

download
انځور؛ د ایران په کرمان شهر کې د قاسم سلیماني په مراسمو کې برید.

د ایران د استخباراتو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عارف په کرمان کې د داعش د عملیاتو له قومندان عبدالحکیم توحیدي سره مستقیه اړیکه درلود او «تر دې وړاندې پر کابل پوهنتون د ځانمرګي برید د پلانولو په تور نیول شوی وو او په بګرام زندان کې له یو کال بند تیرولو وروسته له بنده خوشې شوی و.»

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عارف له زندانه تر خوشې کېدو وروسته “جرمي فعالیتونو ته مخه کړې وه”.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په راتګ سره دا ډول ډېر مجرمین له زندانونو ازاد شول چې اوس په ترهګریزو بریدونو او نورو جرمونو کې لاس لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button