نړیوال خبرونه

د کرکټ ملي لوبډلې خپل یونیوفورم بدل کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ورځ د سریلانکا ملي لوبډلې پر وړاندې د درېیو مهمو پنځوس لوبو د ترسره کولو لپاره سریلانکا ته ورسېده، چې هلته یې تود هرکلی هم وشو.

سریلانکا سره د سوپر لیګ سیالیو

له سریلانکا سره د سوپر لیګ سیالیو درې مهمې پنځوس اوریزه سیالۍ د دې میاشتې په وروستۍ اوونۍ یعنې د نومبر په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه ترسره شي. خو یو څه د افغان کرکټ مینه وال خواشیني کړي او هغه دا چې کرکټ بورډ د ملي لوبغاړو د نوي لباس له لوګو څخه ملي بیرغ لېرې کړی او د تېر په څېر په لوګو کې درې رنګه بیرغ نه سترګو کېږي.

نور یی ولوله | یو شمېر سوداګرې ښځې د مناسب بازار نه‌شتوالي اندېښمنې کړي

نور یی ولوله | د سپین بولدک لاره خلاصه شوه

کرکټ بورډ

که څه هم کرکټ بورډ په رسمي ډول څه نه وایي، کرکټ بورډ ته نږدې سرچینې وایي، دا لباس زوړ دی او د نړیوال جام سیالیو پرمهال په تېروتنه جوړ شوی، چې بورډ رد کړی هم دی او نوی لباس تر اوسه ملي لوبډلې ته نه دی رسېدلی.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ملي لوبډلې له لباس څخه ځینې ملي نښې لکه درې رنګونه لرې کړل شوي و او داسې ویل کېږي چې دا به ورو ورو لرې کېږي، تر دې چې بېخي ختم کړل شي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button