لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د کرونا ویروس سره د مبارزې عملونو کې ونډه اخلي

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي او وقايې په برخه کې په روانه مبارزه کې ګډون وکړي

د معلوماتو له مخې، د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي او وقايې د عامه ارتباطاتو دولتي کمېټې مشر وحيد عمر د هېواد له مشهورو لوبغاړو سره ليدلي دي.

د دغه ليدنې پر مهال عمر افغان ملي لوبغاړو ته په هېواد کې د کرونا ويروس د وروستي وضعيت او د دې ويروس سره د مبارزې په برخه کې معلومات ورکړل.

هغه وويل چې په ټول هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله رامنځته شوى حساس حالت د اندېښنې وړ دى، نو په دې خاطر بايد خلکو ته له بېلا بېلو لارو معلومات ورکړل شي، تر څو د دې ويروس د خپريدوى مخنيوى وشي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د کرونا ويروس مخنيوى د دولت لومړيتوب دى او ټول ملت ته پکار دي چې د دغه ناورين سره د مبارزې لپاره يو بل ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړي.

هغه همدا راز له ملي لوبغاړو څخه غوښتنه وکړه، چې په ټولنيزو رسنيو کې دې د کرونا ويروس د مخنيوي او وقايې په برخه کې خپلو مينه والو ته پېغامونه ورکړي او د کرونا ويروس په مخنيوي کې دې خپل مسووليت ترسره کړي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د کرکټ بورډ د ستراتيژيکو اړيکو سلاکار عبدالله بارکزي د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وويل، چې زموږ ټوله لوبډله په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

اصغر افغان په خپلو خبرو کې وويل، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي به د يادې کمېټې او د عامې روغتيا وزارت له لوري تاييد شوي پېغامونه په ويډيويي او تصويري بڼه چمتو او په ټولنيزو رسنيو کې به يې خپاره کړي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *