ذبیح الله مجاهد: زموږ پلاوي له قزاقستان سره د همکاریو لار نقشه لاسلیک کړه
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشې د لاسیک خبر ورکړی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي،چې قزاقستان ته د طالبانو تللي پلاوي، د سوداګرۍ صنعت، کانونو، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه.
مجاهد ویلي، دې سفر کې قزاقستاني لوري د تورغونډۍ – هرات، کندهار – سپین بولدک او مزارشریف – خرلاچې اوسپنې پټلۍ جوړولو پروژو کې د ګډون لپاره هم چمتووالی وښوده.
دغه راز زیاتوي چې قزاقستاني لوري هرات کې د یو سوداګریز او ټرانزیټي مرکز د جوړولو لپاره همکارۍ ترڅنګ د افغانستان وارداتي او صادراتي توکو ټرانزېټ لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د افغاني توکو لپاره لوژشتیکي مرکز
نوموړي لیکلي چې دواړو هېوادونو د قزاقستان په خارګوس بندر کې د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره د یوه لوژستیکي مرکز او د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د تولیداتو لپاره د نندارتونونو په جوړولو، دې هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو په ځانګړې ډول د انارو د صادراتو او د افغانستان پنبې د پېرلو په اړه هم هوکړې کړې دي.
دې پلاوي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت قرار دادونه هم لاسلیک کړل.
نور ولولئ: په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې
نور ولولئ: د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون
له دې وړاندې قزاقستان ویلي وو، د افغانستان په وړاندیز دې هیواد ته د خپلو وسایطو د صادرولو امکان څېړي.
دا خبره د قزاقستان-افغانستان په سوداګرۍ فورم کې د قزاقستان مرستیال صدراعظم سریک ژومنګارین د کازینفورم خبري اژانس خبریال ته کړي وه.
ده وویل چې په پام کې لري چې په افغانستان کې د وسایطو د خدماتو او پلور لپاره مرکزونه پرانیستل شي.
افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کول
ژومنګارین زیاته کړي وه:«زموږ د همکارۍ بل مهمه مسله په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کول دي، چې پکې د جامدو معدني سرچینو استخراج او پروسس شامل دي.»
قزاقستان له څو کمپنیو سره خبرې کړي، چې د مسو، وسپنې او سروړ زرو د استخراج په شمول په جیولوژیکي سپړنو کې ښکیل دي.
د قزاقستان مرستیال صدراعظم ویلي وو چې هیواد یې چمتو دی چې خپل مهارتونه او تجربه له افغانستان سره شریکه کړي او د افغانستان لپاره د کان کیندنې د یو پایېدونکی سکتور د رامینځته کولو لپاره خپلې اکتشافي کمپنۍ واستوي.