ژوند او ټولنهستاسې اند او نظر

رینا امیري وايي، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ستونزې رامنځته کړې

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې دغه استازي وايي، په نادولتي ادارو د ښځو د کار پیل لپاره باید مبارزه وشي

تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو په اداره او نورو نادولتي مؤسساتو او انجیوګانو کې کار نه شي کولی چې په دې باندې د ملګرو ملتونو سازمان ډېر سخت اعتراض وکړ، خو کومه پایله یې نه درلوده او تر ننه په یادو نادولتي ادارو کې ښځې کار نه شي کولی او نه د طالبانو له لوري اجازه ورکول کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري وایي، په نا دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو بهیر ګواښي.

ښځې د بندیزونو له ګواښ سره مخامخ کېږي

رینا امیري د دوشنبې په ورځ د (مرغومي په ۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، ان که ښځې کوم ځای کې د کار په اړه غږېدلې هم وي د بندیزونو له امله له ګواښ سره مخامخېږي.

همدارنګه نوموړې ویلي چې، له کار او زده‌کړو څخه د ښځو د منع کېدو له فرمانونو څخه د یوه کال په تېرېدو سره د زده‌کړو او کار په برخه کې د ښځو ګډون کمزوری شوی او نوموړې غوښتنه کوي، چې افغانان باید دا شعار‍‍ چې “بندیز لرې کړئ” پیاوړی کړي.

نور ولولئ: معترضې مېرمنې، رینا امیري د طالبانو لابي‌ګره بولي

نور ولولئ: رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له هغه فرمانه یو کال پوره شو چې ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده‌کړو منع کړې.

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له لورې وغندل شوه.

ښځو ته د طالبان ګواښ

کله چې ښځې په نادولتي ادارو کې ښځې له کار کولو منع شوې نو ځینو بنسټونو او مؤسساتو دوی ته په کور دننه معاشونه او د دوی لګښتونه ورکول چې په دې سره په روزګان او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو والیانو خپلو جنګیالیو ته امر وکړ چې له مؤسسو معاش اخیستونکې کورنۍ په نښه او بیا ورسره داسې چلند وکړي تر څو د یادو ادارو معاش اخیستو ته زړه ښه نه کړي.

په روزګان کې د طالبانو والي امر کړی و او هغه کورنیو چې ښځینو کارکوونکو یې په کور معاشونه اخیستل د بندېدو امر وکړ او دغو کورنیو ته یې د معاش نه اخیستو خبرداری ورکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button