ساره علي خان ۲۷ کلنه شوه

ځړول شوی:اگست 12, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د بالیووډ فلمونو ځوانه اداکاره

د بالیووډ فلمونو ځوانه اداکاره، د مشهورو اداکارانو سیف علي خان او امریتا سینګ لور ساره علي خان نن خپله ۲۷مه کلیزه لمانځي. نوموړې په ۱۹۹۵ کال کې د اګست په ۱۲مه نېټه د هند په ممبۍ کې زېږېدلې وه.

ساره علي خان د پټوډي کورنۍ څخه ده، چې په هند کې یوه مشهوره پښتنه کورنۍ ده، خو د هغې نیا، مور و پلار او ترور په فلمونو کې کار کاوه، همدا لامل شو، چې ساره علي خان هم د اداکارې جوړېدو تکل وکړ. ساره علي خان چې کله پنځه کلنه وه، نو په یو تبلیغاتي اعلان کې یې کار کړی و، نوموړې په نیویارک کې په کولمبیا پوهنتون کې د تاریخ او سیاسي علومو زده کړې ترلاسه کړې او له هغه وروسته هند ته راستنه شوه او چون وزن یې ډېر زیات و، نو د وزن کمولو ته یې ملا وتړله 

په ۲۰۱۸ کال کې د ساره علي خان لومړنی فلم (کیدارنات) نندارې ته وړاندې شو، په دغه فلم کې هغې له سشانت سینګ راجپوت سره کار کړی و او که څه هم فلم ډېر کامیاب نه شو، خو خلکو پکې د ساره علي خان اداکاري وستایله. په همدغه کال کې نوموړې د روهیت شیټي له خوا په جوړ شوي فلم (سمبا) کې هم کار وکړ، چې رنویر سینګ هم په دغه فلم کې مرکزي کردار لوبولی و. دا فلم بیا خلکو ډېر خوښ کړ

نور یی ولوله | نغمه : ټول افغانان باید د ولس یووالي ته ار وکړي

نور یی ولوله | جاوید امرخېل: اوس وخت ملي پاڅون ته ضرورت دی

په ۲۰۲۰ کال کې ساره علي خان له کارتیک اریان سره په (لو اج کل) او ورون دهون سره په (کولي نمبر ۱) فلم کې کار وکړ، خو دغه فلمونه ډېر کامیاب نه شو، وروستی فلم بیا تر لومړي فلم یو څه ښه و. په ۲۰۲۱ کال کې د ساره علي خان یو بل فلم د (اترنګي ری) په نوم راغی، په دې فلم کې ساره علي خان له دهنش او اکشی کمار سره کار کړی و او دا فلم خلکو ډېر خوښ کړ او د ساره علي خان اداکاري هم خلکو ډېره وستایله.

په راروانو فلمونو کې د ساره علي خان دوه فلمونه شامل دي، چې یو فلم یې په همدې روان کال کې نندارې ته وړاندې کېږي، ثبت یې بشپړ شوی دی، خو د فلم نوم لا نه دی اعلان شوی. همدا راز بل فلم یې د (ګیس لایټ) په نوم دی، چې اوس مهال یې ثبت روان دی. ساره علي خان په ۲۰۱۹ کال کې د کیدار نات فلم لپاره د نوې اداکارې په توګه د فلم فیر، سکرین او ایفا جایزې هم ترلاسه کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.