ستاسې اند او نظر

طالبان ولې د دوحې په غونډه کې له ګډون کولو په شا شول؟

شنونکي وايي چې طالبان ځکه په دغه نړیواله غونډه کې حاضر نه شول چې افغان مدني ټولنو او ښځو ته د ځواب ویلو نه وو

په نړیواله، سیمه ییزه او محلي کچه د طالبانو پر ښځو ضد تګلارو سختې نیوکې شوي او لا هم کېږي، خو د دوحې دغه وروسته ناسته چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړه شوي وه؛ افغان مېرمنو ته ښه فرصت و چې خپله غږ نړیوالو ته ورسوي او طالبان له همدې ویرې په یاده غونډه کې حاضر نه شول.

په دې اړه د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ فعاله شهرزاد اکبر وايي چې طالبان د مدني ټولنې له پنځو غړو سره د مخامخ کېدو جرائت نه لري.

په رسمیت د طالبانو نه پېژندل

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره وایي، چې د دوحې په ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو شتون په دې معنا دی، چې نړۍ طالبان په رسمیت نه پېژني.

doha meeting2
د افغان مېرمنو پرضد د طالبانو ځپونکي تګلارې

د نوموړې په خبره؛ طالبان په کور دننه او بهر کې خلکو ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نه دي.

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ: د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي

نور ولولئ: تادامیچي: طالبان باید د نجونو د زده‌کړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي

د دوحې روانې ناستې ته چې د طالبانو استازي هم بلل شوي وو، دغې ډلې د ملګرو ملتونو له خوا د خپلو شرطونو د منل کېدو له امله له برخې اخېستو ډډه وکړه.

یادې غونډې ته د طالبانو بلل کېدل او بیا په دې ناسته کې د دوی نه ګډون له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

doha meeting
د دوحې ناسته کې ګډونوال

د افغان مېرمنو د حقونو غوښتنه

د دغو غبرګونونو په دوام د دوحې ناستې په درشل کې لسګونو سازمانونو او ښځينه فعالانو د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو ته د لیکونو په استولو سره ویلي، چې د ښځو حقونو ته دې د دوحې په ناسته کې لومړیتوب ورکړل شي.

د بشري حقونو دغو فعالانو همداراز په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت‌ پېژندنې غوښتنه هم کړې ده.

اخوا د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د دوحې ناستې ځيني ګډون کوونکي وايي، چې دا ناسته د طالبانو لپاره ښه فرصت و؛ خو دوی دغه فرصت له لاسه ورکړ او کېدای شي بیا داسې فرصت په سخته په لاس ورشي.

د یادونې وړ ده چې دغه غونډه د ۲۵ هېوادونو د استازو تر منځ د پردې تر شا روانه وه، او ګوترېش ویلي چې د افغانستان په تړاو په کې مهمې پرېکړې شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button