عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی

ځړول شوی:مې 24, 2023 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان د دغه هېواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر شاه محمود قریشي د بیا نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ځنګل قانون حاکم دی

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي:” د پاکستان د تحریک انصاف مرستیال شاه محمود قریشي د دغه ګوند د کارکوونکو او پلویانو په څېر په ضمانت له خوشي کېدو وروسته بیا نیول شوی دی.”

نور ولولئ: عمران خان: کلابند یم، ښايي بیا ونیول شم

عمران خان زیاته کړې:” د ځنګل قانون په موږ حاکم دی، زور په حق دی، یوازینی شی چې په وړاندې یې ولاړ دی، هغه زموږ قضائیه ځواک دی.”

په دې وروستيو کې د عمران خان په زرګونو ملاتړي د روانې میاشتې په لاریونونو کې د تاوتریخوالي په تور په زندانونو کې دي

اټکل دا دی چې دا کسان به د پاکستان په پوځي محکمو کې محاکمه شي.

د مې میاشتې په نهمه په اسلام اباد کې د عمران خان د نیول کېدو په غبرګون کې د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پراخ لاریونونه وکړل چې ځینې یې له پولیسو سره په تاوتریخوالي واوښتل.

نور ولولئ: عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم

د پاکستان دوه محکمو د عمران خان او د هغه د مېرمن ضمانتونه منلي، خو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روانې میاشتې په لاریونونو کې په تاوتریخوالي تورنو کسانو د محاکمه کولو ژمنه کړې ده.

عمران خان پر ځان لګول شوي تورونه بې بنسټه او د پاکستان حالات د پوځي حکومت سره مشابه ګڼلي

خان د پاکستان اوسنی حکومت پر قضائیه قوې د فشار په واردولو تورن کړی دی.

نوموړي وویل: “زموږ هیله یوازې قضائیه قوې ته ده. خو د دې لپاره چې د تحریک انصاف ګوند ته سهولت برابر نشي، پر قضائیه قوه فشار اچول کیږي.”

د پاکستان پوځ او حکومت دواړو د عمران خان له نیول کېدو وروسته د اړو دوړ د رامنځته کېدو د تورونو د څېړلو لپاره په دغه هیواد کې د پوځي محکمو د جوړېدو اعلان کړی

په پاکستان کې د پوځي محکمو د جوړېدو خبرونو په پاکستان او له دغه هېواد دباندې غبرګونونه پارولي دي. د پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه محکمې د پاکستان د پوځي دیکتاتورۍ سره معادلې ګڼلې دي.

نور ولولئ: د عمران خان په نیول کیدو غبرګونونه راوپاريدلي

خلیلزاد وايي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ولسواکۍ پر سرو کرښو تجاوز ته دوام ورکوي.

د پوځې محکمو جوړیدل په پاکستان کې نوی نه خو یو ډېر کم ساری اقدام دی. هغه افراد چې د پاکستان پر خلاف جګړې، د پاکستان پر پوځ بریدونو، ترهګرۍ، پر امنیتي ادارو او ودانیو په حملو تورن وي، په پوځي محکمو کې محاکمه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *