نړۍ خبرونه

عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم

د پاکستان مخکيني لومړي‌ وزیر عمران خان ویلي چې ښايي له محکمې وتو سره بېرته ونیول شي. هغه نن د جمعې په ورځ د فساد اړوند قضیه کې د اسلام اباد عالي یا لوړې محکمې ته حاضر شوی و

خود عمران خان محاکمه او د قضيې اوريدل د جمعې لمانځه لپاره وځنډول شول.

ښاغلي خان د محکمې په مخ کې له خبریالانو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې که بهر ووځم نو شکمن یم چې وبه نیول شم.

د محاکمې پر مهال د عمران خان یوه وکیل د هغه په ملاتړ شعارونه ورکړل چې له دې سره د قضیې اورېدنه ګډه وډه شوه او وروسته د جمعې لمانځه دمه اعلان شوه.‌

نور ولولئ: د عمران خان په نیول کیدو غبرګونونه راوپاريدلي

د رپوټونو له مخې په محکمه کې ګڼه ګوڼه دومره وه چې د محاکمې لپاره ځانګړې شوې کوټه کې ځای نه و او د قضیې اورېدنه یې له لومړي سره ځنډولې وه چې وروسته په یوه بله کوټه کې دا چاره ترسره شوه.

عمران خان تازه د اسلام اباد د عالي محکمې له لوري د فساد اړوند تورونو په لړ کې د القادر ټرسټ قضیه کې محاکمه کېږي

محکمې د دې قضیې د اورېدنې او د هغه د حفاظتي ضمانت لپاره تازه دوه کسيزه حقوقي ډله ګمارلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د تېرې سې شنبې په ورځ د مالي فساد په تور ونیول شو او تېره ورځ د پاکستان سترې محکمې د هغه نیول کېدل ناقانونه وبلل او سملاسي یې د هغه د خوشي کولو امر وکړ.

پر خپلو پلویانو د احتجاج کولو غږ

د تحریک انصاف د دغه مشر په ملاتړ په پاکستان کې پراخ لاريونونه وشول او د دغه ګوند د پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ‌ تاوتریخوالی هم رامنځ ته شو.

نور ولولئ: د پاکستان پولیسو عمران خان نيولی

د رپوټونو له مخې تر اوسه په دغه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او شاوخوا دوه زره نور نیول شوي دي.

اعتراضونه لا هم روان دي او د اسلام اباد لوړې محکمې شاوخوا ورټولو اعتراض کوونکو د تیت و پرک کولو لپاره پوځ او پولیس لاس په کار شوي. ځينې لاريون کوونکي نیول شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشرانو نن پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د اسلام اباد عالي محکمې ته ځانونه ور ورسوي او هلته سولييزه مظاهره وکړي.‌

نوز ولولئ: رانا ثناالله: د عمران خان نیول نه بلکې محکمې ته حاضرېدو ته اړیستل غواړو

د دغه ګوند یوه مشر حماد اظهر په یوه ویډیويي پيغام کې له خپلو پلویانو غوښتي چې که په ناقانونه ډول یې د نیولو هڅه کېږي نو د ځان ژغورنې هره ممکنه هڅه دې وکړي.

عمران خان د ولسمشر په ګډون لسو کسانو سره هم  کتلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button