کورني خبرونه

غني: داسې نظام ته اړیتا ده چې ولس له مایوسۍ راوباسي

د پرځېدلي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره عادل او مشروع نظام اړین بولي

هغه د نوي کال په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي ده چې افغانستان او افغان ملت یو عادل او منلي نظام ته اړتیا لري تر څو دوی له مایوسۍ وژغوري او د هیلو نوی لید ورکړي.

اشرف غني په دغه پیغام کې ویلي، له زرو ډېرې ورځې کېږي چې د نجونو پر زدکړو بندیز دی، هغه بیا دوی ته د ښوونځیو د دروازو په پرانیستو ټينګار وکړ.

پخوانی ولسمشر خپل اېکس کې د غږیز پیغام خپرولو سره د هلکانو پر زدکړو هم اندېښه ښيي او زیاتوي، که څه هم د هلکانو زدکړې روانې دي خو باید په تعلیمي نصاب کې ښه والی راشي.

دغه ښوونیز کال بیا هم پر نجونو د بندیزونو له پیل سره بند شو

نوموړی په داسې حال کې د نجونو د ښوونځيو د دروازو د پرانیستو او د تعلیمي نصاب د ښه کېدو خبره کوي، چې طالبانو د نوروز د جشن پر ځای نوی ښونیز کال د نجونو له حضور پرته پیل کړ.

نور ولولئ: پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادي نظام رامنځته کړی

نور ولولئ: اشرف غني وايي، په سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره کار ته چمتو نه یم

سره له دې چې طالبانو په ځلونو ویلي د اصلاحاتو په را وستو به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړې هم پیل شي، خو د دغه بهیر د بیا پیل څرک نه لیدل کیږي.

حمدالله محب: د پخوانی ولسمشر اشرف غني کابل ته ستنېدو اوازې بې اساسه دي

د ولس مایوسي

که څه هم پر افغانانو سربېره، نړیواله ټولنه، اسلامي هېوادونه، د بشري حقونو او د ښځو ملاتړې ادارې له طالبانو بیا بیا غواړي چې د نجونو پر زدکړو بندیز او پر مېرمنو نور بندیزونه ختم کړي، خو د دې ډلې په دریځ کې کوم بدلون نه راځي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني د نجونو د زدکړو پر پرانیستو له ټینګار سره وايي، چې د افغانستان تر ټولو ډېر عادل او مشروع نظام لرل دي: «چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري او د ۲۰۴۰ کال لپاره چې د معاصر افغانستان د جوړېدو ۳۰۰ کاله پوره کېږي او تر هغه وروسته پړاو لپاره د ژوند لار ور وښيي.»

ښاغلی غني هیله څرګندوي، چې په افغانستان کې بې اتفاقي له منځه ولاړه شي او ټول افغانان سره متحد شي او د داسې هېوادونو کتار کې ودرېږي چې د ثبات او پرمختګ پر لار روان دي، نه د هغو هېوادونه په ډله کې چې په وینو ککړ او د نیابتي جګړو ډګرونه دي او له یوه ناورین څخه بل ناورین ته ځي.

طالبانو د نجونو د زده کړو په برخه کې ولس ته په دروغ ویلو تورن دي او خلک وايي، دوی خپلې ژمنې نه پوره کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button