Uncategorizedنړیوال خبرونه

له نجونو پرته په افغانستان کې د تحصیلي کال پيل

په افغانستان کې د ژمي په تیریدو سره پوهنتونونه او تحصیلي مرکزونه پرته له دې چې نجونو زده کړیالانو ته پکې د ګډون اجازه ورکړل شي د نارینه وو زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د روان کال کب میاشتې په ۱۵مه نیټه رسما د هیواد په سړو سیمو کې پوهنتونونه او تحصیلي مرکزونه پيل شوي.

خو له دې اعلان سره سره هم نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د لوړو زده کړو په مراکزو کې خپلو تحصیلاتو ته ادامه ورکړي.  خو لیدل کیږي چې هلکان په درسي ټولګیو کې برخه اخلي.

نجونو له هلکانو غوښتي چې د اعتراض په ډول ټولګي وتړي

وروسته له هغې چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر د نجونو پر مخ د زده کړو او کار دروازې وتړل شوې په هیواد کې دننه ځینو فعالانو د اعتراض کولو هڅې وکړې خو ډیر زر یې د حکومتي ځواکونو لخوا مخنیوی وشو. که څه هم ځینې کوچني لاریونونه پيل شول خو د نظامي ځواکونو لخوا خواره واره شول.

د نوي تحصیلي کال په پیل سره هم ورته کوچني اعتراضونه پيل شوي چې په لړ کې یې ځینو نارینه زده کړیالانو د خپلو ټولګیو دروازې تړلي. نجونو زده کړیالانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې له هلکانو غوښتي چې د دوی پر مخ د زده کړو د دروازو تړلو په غبرګون کې د پوهنتونونو دروازې وتړي.

نور ولولئ: د نجونو د زده کړو د مخنیوي پرسر امریکا په دوحه کې له طالبانو سره کېدونکې مذاکرات لغوه کړې

نور ولولئ:هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

داسې دروغ خبرونه خپاره شول چې د ازموینو ملي ادارې له ښوونځیو فارغو نجونو ته  د کانکور ازموینې د فورمو ویش پیل کړی

له بل لوري خبرونه خپاره شول چې د ازموینو ملي ادارې د کابل په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته په کانکور ازموینه کې د ګډون فورمو د ویش لړۍ پیل کړې ده، خو یوه ورځ وروسته  نوموړې ادارې دا رپوټونه رد کړل.

د طالبانو مشر تر دویم ځلي امر پورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي او حکومت یې ادعا کوي چې له یو لړ اصلاحاتو وروسته به بیرته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیستل شي.

د طالبانو پلویان نیوکې کوي چې ګواکې د نجونو په تعلیمي او تحصیلي سیستم کې پراخ اخلاقي فساد و چې له شریعت سره سم د لازمو اقداماتو له تر سره کیدو وروسته به نجونو ته اجازه ورکړل شي چې تعلیم او تحصیل وکړي، خو دوی په بار بار د دې ادعا په تکرارولو سربیره هم څه د قناعت وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.

د طالبانو اسلامي حکومت د اسلامي نړي د ګڼ شمیر ملتونو او علماوو تر توندو نیوکو لاندې دی چې له نجونو یې د علم د حاصلولو خدای ورکړی حق سلب کړی او ویلي یې دي چې دا د طالبانو خپل سري چاره ده او د اسلام په مبارک دین پورې هیڅ اړه نه لري.

نور ولولئ:د کانکور ازموینه کې د کاج ښوونیز مرکز د ټپي زده کوونکو بریالي کېدل

نور ولولئ: د ۱۴۰۱ کال کانکور پایلو اعلان

د درسي کیفیت ښکته والی

سره له دې چې نجونې درسي ټولګیو ته نشي تللی خو نارینه زده کړیالان هم شکایت کوي چې د پخوا په پرتله یې د درسونو کیفیت ډیر ښکته شوی دی چې د دوی په وینا یو مهم سبب یې له هیواده د هغو تکړه استادانو کډوال کیدنه ده چې په نړیوالو معیارونو برابرې زده کړې یې درلودې.

د درسي کیفیت د ټیټیدو یو بل لامل هم پر درسي موادو د طالبانو د بنسټ پالو ادارو کلک نظارت دی چې له امله یې د ځینو موادو پر تدریس بندیزونه هم لګیدلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button