نړیوال خبرونه

مارشال دوستم: که سوله ونشوه جګړه پيلوم

مارشال دوستم: که سوله رانغله جګړه پيلوم.عبدالرشید دوستم وايي، سره له دې چې د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي، خو وسله والو طالبانو جګړې ته دوام ورکړی دی او دا هیڅ چا ته نور د منلو وړ نده باد ټولې جدي عملی هڅې وکړي.

مارشال عبدالرشید دوستم ټینګار کړی، چې دی له اروپا او امریکا څخه د راغلو رهبرانو غوندې نه دی او که د سولې پروسه په ځانګړي ډول د استانبول ناسته بې پایلې شوه، نو پخپله به جګړې ته ولاړ شي.د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم په انقره کې د ترکیې د پارلمان له ځينو غړو او په دې هېواد کې له ځينو افغان محصلینو سره په یوه ناسته کې ویلي، که د استانبول ناسته بې پایلې شي او یو ځل بیا جګړه تحمیل شي، نو دی به جګړه پیل کړي.

ښاغلی دوستم زیاته کړې، چې افغانان او افغان سیاسون د سولې پلویان دي او هیله لري چې د ترکیې ناسته یوه مثبته پایله ولري، تر څو نور روانه ناولې جګړه پای ته ورسېږي.نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې لویه ناسته وشي، چې د افغان دولت او طالبانو پلاوي به پکې ګډون کوي.

img 20210412 102256

یاده غونډه کې به د سولې او جګړه په اړه مهمې او برخلیک ټاکونې پرېکړې وشي.دا غونډه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له مخې جوړېږي، چې د موقت حکومت منځته راتګ هم پکې شامل دی، هغه څه چې اوسنی حکومت یې نه مني.

افغانستان کې بیا ورځ تر بلې جګړې زیاتیږي. او هره ورځ لسګونه ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي چې جدي اندېښنې یې را پارولې دي.د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې طالبانو په شدت جګړې ته دوام ورکړی او نور باید اوربند وکړي، تر څو حداقل د ملکي خلکو ژوند ته خطر پاتې نشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button