هنر او ادب

ملینا ته لیک

يو پوست کارت او دوه ليکونه دې راته ورسیدل، دوه زړی وم چې خلاص یې کړم کنه

یاخو ته زیاته مهربان یې، یا دې په احساساتو باندې بې اندازې واکمنه یې.ډیر څه په خپل لومړي ځل غږيږي خو ځینې په دوهم ځل.یو ځل بیا وایم: ته زیاته خوږه او مهربانه وې.دا شونې نه ده چې ستا له لاس به غمجن شوی یم، خو زه د خپل غلفت ،سرتمبګي او بې پرېتوب له وجې ستا د غمجنېدو  لامل شوی یم.تلیګرام مې دې دوځله ولوست،یوځل چې راته ورسید او بل ځل چې کله مې څېر کړ.په يو وار د ټولو شیانو توضیح کول سخت دي.ډیر څه یو دم پېښ شول.داچې نن د هغو په باره کې په تفصیل نشم غږېدلی وجه یې دا نه ده چې ستړی یم بلکې وجه یې داده چې نن مضطرب یم او دروندوالي محسوسوم.داسې حس وم چې پوچي را باندې واکمنه شوې.څو شېبې مخکې دې تلیګرام راته ورسید.آیا په رښتیا؟وقعاً؟ نوره له ما زړه بدې نه یې؟ نه،نشي کیدای چې ته دې په دې اړه خوښه یې،داسې څه شوني نه دي.دا تلګرام هم يوه شېبه ده.د مخکینو تلیګرامونو په شان،حقیقت نه دلته ده نه هلته.ځینې وخت چې کله سړی له خوب راپاڅيږي داسې حسوي چې حقیقت د بيسترې څنګ کې لکه قبر کېندل شوی او د ګلانو د څو مړاو ګېډيو غونتې منلو ته تیار دی.ډیر په سختي ستا د ليکونو د لوستو جرت کوم.زه ددې غمونو د تحمل وس نه لرم.« ملینا» يو ځل بیا ستا وښتانو کې ګوتې را کاږم،خو پوه شه چې زه شوم حیوان یم. څومره چې تاته شوم یم هغومره ځانته هم شوم یم.

franz kafkadan cok sevdigi milenasina opucukler hayaller ve ozlem 00d06847

او یا که داسې ووایم نو غوره به نه وي

چې شومي ښکار کړی یم او راباندې سپره شوې؟زه یې په اړه د غږیدو جرات نشم کولی.یوازې تاته چې لیکل کوم داسې فکر کوم چې دغه رقم یم او بیا یې همداسې په ژبه هم راوړم.له دې پرته داسې ده لکه څنګه مې چې توضیح وکړه.کله چې تاته څه لیکم له لیکولو مخکې او وروسته خوب نه وي؛خو کله چې څه نه لیکم نو برسېرن ویدیږم،خو ډیر ستړی ،غمجن او مضطرب یم.کله چې څه درته لیکم اضطراب مې ارې ارې کوي.داسې ښکاري چې دواړه په همدردي پسې ګرځو .ته له ما غواړې او زه له تا غواړم چې هېر مې کړې.خو داچې داسې یو څه شوني دي کنه، دا په خپله یو بل پاراډوکس دی.څه ناڅه دغه شان ده لکه څنګه چې ته پوښتې زه څه کوم او  څه غواړم.زه يو ځنګلي حیوان یم.

نور ولولئ: هغه ژبې چې تاسو یې باید زده کړئ

نور ولولئ: نړۍ د مولانا محمد جلاالدین بلخي له نظره

نور ولولئ: د نوبل جایزې کله تاسیس شوه؟

په هغه وخت کې هم په ځنګل کې په چټل او ناولي غار کې ویدوم، خو د باندې په خلاصه فضا کې مې په تا او په موجوداتو کې تر ټولو ښکلي موجود باندې سترګې ولګېدې.هرڅه مې هېر کړل.حتا ځان مې مکمل هېر کړ.وروسته ودرېدم او په داسې حال کې چې د نوې فضا په هکله اندېښمن او مضطرب وم،ستا خواته لکه آشنا روان شوم.ته دومره ښه او مهربانه وې چې جرات مې وګړ نږدې درشم،څنګ کې دې کېنم او صورت مې ستا د لاسونو په ورغوي کې کېږدم.بې حده ویاړمن،خوښ ،آزاداو قوي وم،داسې حس مې کاوو چې خپل کور مې پیدا کړ.خو په ذات او حقیقت کې یوازې یو حیوان پاتې شوم،د ځنګل يوه برخه چې ستا له برکته له ځنګل څخه باندې ژوند کوي.هر څه مې هېر کړي و.بې له دې چې وپوهېږم څوک یم،خپل برخلیک مې ستا په سترګو کې لوست.

e5wrev9wuaeozzz

تاته ناز درکوم

که څه هم تا ددنیا تر ټولو مهربانه لاسو باندې لمس کړم.خو افسوس داد چې دا هر څه ختمېدونکي دي.ته باید زما د اصلیت او د رښتېنې کورنئ (ځنګل) او د هغې په ځانګړتیاو،او د ضروري او تکراري موضوع (وحشت)په باره کې چې تل یې ماته شکجنه را کړې،په څه پوهېدئ.په خپل ټول وجود مې دا حس کړه چې زه ستا لپاره څومره ناولی او شوم موجود وم.هر وخت دې مزاحم شوی یم د هرې لارې سرکې درته واقع شوی یم.زه ستا او د «مکس »ترمنځ همدارنګه ستا او د «جرمیله »ترمنځ د ناسمۍ پوهېدنې(سوتفاهم)لامل شوم.په اخېر کې له «واستله »سره له حماقت ډک چلند او  څو نور موضوعات زما د شومیت بیانونکي دي.یاد مې شول چې زه څوک وم او نور مې نشو کولی چې سترګو ته دې دوکه ورکړم.ما کابوس ولید(کابوس توب په هغه ځای کې چې څه تعلق مې نه درلوده)خو زما لپاره دا کابوس توب واقعیت درلود.د رڼا زغمل زما لپاره سخت و.باید تیاره ته ګرځېدلی وئ.ناهيلی اوبې وسه وم.په تېښته مې پیل وکړ،داسې لکه په بیابان کې سرګردانه حیوان.تر وروستئ ساه وځغلېدم.خو ستا په باره کې له فکره نشم تښتېلدلی.نه پوهېږم چېرې چې ته اوسېږې تیاره شته کنه؟

زه په يوه جمله هم نه یم باوري چې ما پکې د ژباړې حق اد وي.ګيلټ دي په زرو یې قبول کړئ،ههه. پراګ.۱۴/سپټامبر/۱۹۲۰

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button