لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

پی سي ایل کې لوبغاړي څومره پیسی اخلي

د پی سي بي ۲۰۲۰م کال پنځم پړاو تجارتي سیالۍ یا پاکستان سوپر لیګ په هیواد کې دننه ترسره کوي. دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون کوي چې پکې د پاکستان کورنيو لوبغاړو سره سره ۳۶ بهرني لوبغاړي هم سیالیو ته ورغلي دي.

د پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ سوداګریزو سیالیو لپاره لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ یا ډلې جوړی کړې دي.

د دې سیالیو تر ټولو ګران بیه کټګورۍ (پلاټينم) ده چې پکې د شپږ لوبډلو ګډونوالو لوبغاړو ته شاوخوا درې کروړه او څلور میلیونه پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.

همداسی دویمه کټکورۍ (‌‌‌‌‌‌ډائمند) نومېږي چې پکې شامل شویو لوبغاړو ته یو کروړ او شپږ میلیونو پوری پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.

د دې سیالیو دریمه کټګوري(ګولډ) یا سرو زرو نومي کټګوري ده چې پکې اخیستل شويو پاکستانیو او بهرنيو لوبغاړو ته له شپږ میلیونو تر نهه میلیونو پاکستانۍ کلدارې ورکولو پرېکړه شوی ده.

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالیو څلورمه کټګوري (سلور) ده چې لوبغاړو ته یې شاوخوا دونه نیم ملیونه کلدارو نه تر پنځه نیم میلیونه پاکستاني روپۍ ورکول کیږي.

پي اېس اېل پنځمه کټګوري(ایمرجنګ) یا د ځوانو لوبغاړو کټګوري ده چې لوبغاړو ته یې له یو میلیون نه تر یو نیم میلیون پورې پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي.

د دې سیالیو وروستۍ او شپږمه کټګوري بیا (سپلیمنټري) نومول شوې. دغه کټګورۍ کې هرې لوبډلې ته د دوه لوبغاړو اخیستلو ویل شوي او باید ورته یو کروړ او نهه میلیونه پاکستاني کلدارې ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button