ژوندسات تيري

چين د ګرځندويانو پر مخ خپلې پولې بېرته پرانيزي

چین په پام کې لري چې د ګرځندویانو پر مخ خپلې پولې بېرته پرانیزي او سر له نن (مارچ ۱۵مې) وروسته د ټولو ویزو ورکول بیرته پیل کړي

د کرونا د وبا له کبله شاوخوا درې کاله دا پروسه ځنډېدلې وه او اوس یو ځل بیا چین هڅه کوي چې خپله ګرځندويي او اقتصاد بېرته په پښو ودروي.

چین له وروستیو لویو هېوادونو یو هغه دی چې د ګرځندویانو پرمخ خپلې پولې بېرته پرانیزي.

دې هیواد دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې په فبروري میاشت کې یې د کرونا وبا پر وړاندې د قاطع بریا خبر ورکړ.

دې هیواد ته د تګ لپاره د ویزو د ټولو ډولونو د صدور اجازه ورکړل شوې

چین ته د تګ لپاره له نن وروسته د هر ډول ویزو ورکول بیا پیلېږي او دغه راز د هینان ټاپو په څېر ځایونو لپاره له ویزو پرته د خلکو تګ هم بیا له سره پیلېږي.

نور ولولئ: افغاني سیاحتي ځایونه چې تاسو باید په 2023 کې لیدنه وکړئ

نور ولولئ: په نړۍ کې د برجونو اهميت او توريستي ارزښت په ډیریدو دی

شانګهای ته به هم د کروز په نوم د لویو کښتیو تګ بیا پیل شي چې تر کرونا مخکې په دغو کښتیو کې تلونکو کسانو ته د ویزې اړتیا نه وه.

د دې بندیزونو لامل د کرونا وبا وه چې تر ټولو لومړۍ په نوموړي هیواد کې راوټوکیده

د کرونا وبا څه باندې درې کاله وړاندې په چين هېواد کې د لومړي ځل لپاره خپره او وپيژندل شوه چې په ډېره توندۍ نورو هېوادونو ته ورسيده.

د کرونا وبا له امله د چين په ګډون ډېری هېوادونو هلته په ورتګ بنديزونه ولګول چې لوی اقتصادي تاوانونه يې له ځان سره لرل.

د دغه ميلادي کال په پیل کې هغه کسان چې چين ته تللي وو د دوو اوونيو په موده به په قرنطين کې اوسيدل او د دويم چک وروسته ورته اجازه ورکول کېده چې خپلو ځايونو ته ولاړ شي.

د کرونا پر وبا د اخته کېدونکو کسانو په شمېر کې هغه مهال د پام وړ کمښت راغی چې د نوموړې ناروغۍ لپاره واکسين رامنځته شو.

په ټوله نړۍ کې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر له ۳۰ ميليونه واوښت خو داسې فکر نه کيږي چې له دويمې څپې وروسته دې یې بله تېزه څپه بيا راشي.

په افغانستان کې په دغه وبا باندې د اخته کسانو شمېر له ۱۴۴ زرو زيات شوی دی.

لا هم ځینو هيوادونو خپل هغه محدويتونه چې د دغې ناروغۍ د خپراوي د مخنیوي لپاره اړين دي نه دي لرې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button